ایکنا خبري اژانس د «ګلف نیوز» ورځپاڼې په قول راپور راکړی د دوبۍ قراني باغ په دوه زره نولسم میلادي کال کښې په څلورشپیته هیکټاره مساحت سره په «الخوانیج »سیمه کښې جوړ کړی شوی دی.
دغه باغ د دوبۍ لومړنی ستر باغ دی چې خلک په وړیا توګه هغه کتلی شي.
دغه باغ د زده کړې ، اجرايي او عملي بیلګه ده او هر هغه څه چې په قران کښې ذکر شوي لکه ونې ، بوټي او دغه راز نبوي احادیث په دغه باغ کښې په جزیاتو سره ښودل شوي دي.
په دغه قراني باغ کښې یوه مصنوعي دریاچه، او دولس بیلابیلې شنې فضاګانې دي چې پکښې په قران کښې ذکر شوي بوټي د هغوې له علمي مشخصاتو سره یوځاې نندرې ته وړاندې شوي دي او د ټیلي ويژن د سکرینونو له لارې له دغو بوټو څخه د استفادې د رودې ، طبي او د علمي ګټو په هکله توضیح ورکړل شوی دی.
په دغه باغ کښې په موجودو ونو او بوټو کښې کیلو، انارو، زیتونو ، هندواڼې، انګورو ، اینځرو، هوګې ، پیازو ، جوارو ، غنمو ، زنجبیل یعني ادرک ، ریحان ، کدو، بدرنګو، خرماو ، زڼکیو ، تمر هندي یعني املیو او نورو ونو ته اشاره کولای شو.
په دغه باغ کښې اسلامي باغ ، د دښتې باغ او اندلسي باغ شامل دی.
دغه راز د باغ په ځینو برخو کښې د ماشومانو ، د ورزشي امکاناتو ، د بوټو د خرڅولو د دکانونو او یوه تجارتي مرکز ته اړونده خدمات په دغه باغ کښې په نظر کښې نیول شوي دي.
د دغه پارک اصلي برخې په لاندې ډول دي:
د معجزو غار:-
د معجزو غار د دغه قراني پارک یوه تر ټولو مهمه برخه ده چې په هغه کښې په قران کښې ذکر شوي اوه معجزې د سکرینونو له لارې په نوي ټیکنالوژۍ سره په عربي او انګریزې ژبو سره توضیح ورکړل شوي ده.
دغه تعاملي نندرتون د حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم معجزې چې په قران کښې بیان شوي دي نندرې ته وړاندې کوي.
کتونکي په دغه باغ کښې جذاب هولوګرافیک او تهري ډي تصویرونه لیدلای شي چې دغه تاریخي پیښې ژوندۍ کوي.
د حضرت یونس علیه السلام ، د حضرت عیسی علیه السلام ، د حضرت سلیمان علیه السلام ، د حضرت ابراهیم علیه السلام ، د حضرت نوح علیه السلام او د حضرت یحیی علیه السلام په شان د پیغمبرانو معجزې او د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم لخوا د شق القمر معجره په دغه باغ کښې نندرې ته وړاندې شوي دي.
له شیشو جوړ کور :-
د شیشو کور یو ګلتوني ځای دی چې هلته هغه بوټي چې په قران کښې بیان شوي دي او پیړۍ پیړۍ یې د بشریت خدمت کړی دی نندرې ته وړاندې شوي ديږ
په دغه برخه کښې یوپنځوس ډول ډول بوټي چې په قران کریم او په روایتونو کښې ورته اشاره شوي ده ساتل کیږي.
دریاچه او باغونه :-
خلک په مفت ډول دغه برخې کتلی شي.
د ارامه «دریاچې» په څنګ کښې چې د حضرت موسی علیه السلام لخوا د سمندر د شلیدا د معجزې او په سمندر کښې د فرعون او د هغه د سپاهیانو د ډوبیدا کیسه پکښې بیان شوي ده قدم وهلی شو یا په دولسو باغونو کښې چې هر یو یې په دقت سره په قران کښې د خاصو بیان شویو بوټو د نمایش لپاره جوړ شوی دی ګرځیدلی شو.
د دغه باغ په ټولو شنو ځایونو کښې هم د ټیلي ويژن ستر سکرینونه کیښودل شوي دي چې په طب او خواړو کښې له بوټو څخه د استفادې ګټې او هلته د موجودو ونو او د بوټو په هکله د اطلاعاتو په هکله توضیح ورکوي او هغه حدیثونه چې د دغو بوټو په هکله بیان شوي دي ذکر کوي.
دغه پارک هره ورځ د مینه والو لپاره د ورځې د سهار له نهو بجو د شپې تر لسو بجو پورې خلاص دی او د دوبۍ قراني باغ ته ورننوتل مفت دي خو د معجزو غار ته ورتلل پینځه درهمه او له شیشو د جوړ کور لپاره هم باید خلک پینځه درهمه ورکړي.
له دوو کلونو کم عمر ماشومان او معیوب کسان له درهمو ورکولو معاف دي.
د دوبۍ د ښاروالۍ د تفریحي ځایونو او د عمومي پارکونو د برخې مدیر احمد الزرعوني وویل دغه پارک په دوه زره نولسم میلادي کال کښې د خپل کار د پیلیدا له وخت راهسې تراوسه د څه د پاسه شپږ میلیونه کسانو کوربه دی.
هغه بیلابیلو نوښتونو ته چې د دغه پارک لخوا ترسره شوي دي د زده کونکو د زده کړې په هدف سره د ښوونځیو د ټورونو ترسره کولو او په دغه باغ کښې د وړاندې شوي علمي او د قراني محتوا په بیا کتنه کښې د دوبۍ د اسلامي چارو له ادارې سره ملګرتیا ته اشاره وکړه.
د دوبۍ د ښاروالۍ د تفریحي ځایونو او د عمومي پارکونو د برخې مدیر احمد الزرعوني په دوام کښې وویل دغه پارک له بیلابیلو مذهبونو او ټولنو سره د فکري او د کلتوري ارتباط د پلونو د رامینځته کولو او د اسلام د مبین دین د کلتوري بریاو له نمایش سره د زغم د لوړولو په هدف سره جوړ شوی دی.
قران کریم د پخوانیو انبیا علیه السلام لپاره ذکر شوی معجزې لري چې په دغه باغ کښې د کتونکو لپاره وړاندی شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4235413