IQNA

د اماراتو د قران د سیالیو په دریمه ورځ د دولس ګډون کونکو سیالۍ:-

15:12 - September 11, 2024
د خبر لمبر: 3489829
د دوبۍ د «شیخه فاطمه بنت مبارک» د قران کریم د حفظ د نړیوالو سیالیو د اتم پړاو په دریمه ورځ دولس ګډون کونکو په دوو نوبتونو یعني سهار او مازیګر وخت کښې له یوبل سره سیالۍ وکړه.

ایکنا خبري اژاسن د شارجه څلرویشتم ټیلي ويژن په قول راپور ورکړ د دوبۍ د قران د سیالیو په دریمه ورځ چې پرون ترسره شوې دولسو  ګډون کونکو د جیوریسټانو د پلاوي په شتون سره له یوبل سره سیالۍ وکړه او د سهار د نوبت په شپږو ګډون کونکو کښې له لیبیا څخه منیه احمد الصغیر حسن القاضي ، له سینیګال څخه فاطمه بنت جائو، له ګینه کوناکري څخه ادام حوا بلدي ، له عمان څخه ضی بنت محمد بن ناصر الجسیه ، له سویډن څخه صفیه محمد طاهر او له ګامبیا څخه فاطمه ساني وو.

د مازیګر په نوبت کښې هم له سیرالئون څخه مریم بشیر جائو، له یمن څخه افتان رشاد علي سالم ، له ایرلینډ څخه عرفه اول ، له هندوستان څخه سعدین بانو ، له تايي لینډ څخه پراسوت سینګ او له کینه بیساو خه ام کلثوم باه له یوبل سره سیالۍ وکړې.

د عمان سلطنت استازي ضی بنت محمد بن ناصر الحبسیه چې دیارلس کلنه ده او د دغو سیالیو یوه ځوانه ګډون کونکي ده وویل زه د اتم ټولګي زده کونکي یم. د کورنۍ چاپیریال زه د قران کریم حفظ کولو ته وهڅوم او له زما له مور او پلار رانیولي تر ترور او حتی زما تر نیا پورې ټول د قران کریم له تلاوت او حفظ کولو سره مینه لري.

هغې وویل ما کابو له څلور کلنۍ څخه د قران کریم حفظ کول پیل کړل او په اوه کلنۍ کښې پاې ته ورسوه.

د سینیګال هیواد استازي فاطما بن جائو د خارجي ژبو په پوهنځي کښې د پوهنتون د دوهم کال محصیله ده او هغې د خپلې مور او د پلار او د معلمانو په هڅونې سره له څوارلس کلنۍ څخه د قران کریم حفظ کول پیل کړل او په دوو کلونو کښې یې په کامل ډول قران کریم حفظ کړ.

هغې زیاته کړه قران کریم د انسان ذهن خلاصوي او انسان پروردیګار ته نږدې کوي.

د لیبیا استازي منیه احمد الصغیر القاضي چې د پوهنتون د دریم کال محصیله ده د عمومي روغتیا په څانګه کښې زده کړه کوي او وايي ما د قران کریم حفظ کول په شپږ کلنۍ کښې په یوه جومات کښې پیل کړل او په څوارلس کلنۍ کښې مو هغه بشپړه کړ.

هغه شپږ وروڼه لري چې درې یې د قران حافظان دي.

د لیبا دغه میرمنه د قران د حفظ په هکله وايي ما د قران کریم حفظ کول له کوچنیو سورو څخه پیل کړل او وروسته مو سوکه سوکه د ټول قران حفظ کول  پاې ته ورسول؛ په قران توسل زما په ژوند کښې ډیره لاره پرانیستونکی و او کله مو چې په درس ویلو یا امتحان کښې کوم مشکل درلود نو درس مو پریښود او د قران کریم تلاوت مو پیلوه.

د دوبۍ د قران کریم د نړیوالو سیالیو اتم پړاو پرون د دولسو ګډون کونکو په برخه اخیستلو سره سهار او مازیګر ترسره شو او په دغو سیالیو کښې د سریلانکا، د کویت ، د برونايي دارلسلام ،ډیموکراټیک جمهوریت ، کانګو ، موریتانیا ، فلسطین ، بنګلادیش ، امریکا، موزامبیک ، مالیزیا او اردن استازي له یوبل سره سیالۍ  کوي.

د شیخه فاطمه بنت مبارک د قران کریم د حفظ د نړیوالو سیالیو اتم پړاو د ټولې د نیا د شپیتو حافظانو په ګډون  سره د دوبۍ په ممرز سیمه کښې د کلتور او د علم په تالار کښې د وږي د میاشتې له اولسمي نیټې څخه پیل شوی او تر نن ورځې پورې به دوام ولري.

په دغو سیالیو کښې د ایران استازي زهرا انصاري نن سهار د سیالې د ترسره کیدا په ځاې کښې په شتون سره د جیوریسټانو د ډلې پوښتنو ته ځوابونه ورکوي.

https://iqna.ir/fa/news/4235841

captcha