IQNA

په کشمیر کښې په لاس د لیکل شوي قران کریم نندارې ته وړاندې کیدل

15:17 - September 11, 2024
د خبر لمبر: 3489830
په لاس یو لیکل شوی قران کریم چې ویل کیږي په دنیا کښې په خپل ډول تر ټولو ستر قران دی په کشمیر کښې د خلکو د لیدو لپاره نندرې ته وړاندی شوی دی.

ایکنا خبري اژانس د «اردو پواینټ» خبري سایټ په قول راپور ورکړی په لاس لیکل شوی یو قران کریم چې ویل کیږي په نړۍ کښې تر ټولو ستر قران دی  د جمو او کشمیر په میرپور سیمه کښې نندرې ته وړاندی شوی دی.

دغه قران مجید په میرپور ښار کښې د کشمیر د مطبوعاتو په کلب کښې نندرې ته وړاندی شوی.

دغه قران کریم چې یوڅلویښت فټه اوږد او پلنوالی یې اته  اعشاریه پینځه فټه دی د مشهور دیني عالم او خوشنویس «پیر امتیاز حیدر شاه نوراني مجددي» لخوا کتابت شوی دی.

دغه درې ورځنی نندرتون چې له یکشنبې ورځې څخه پیل شوی دی کتونکو ته دغه امکان ورکوي چې بشپړه خطي نسخه چې له اردو ژبې سره یوځای ده وویني.

دغه نندرتون ته د دیني طلبا، محصیلینو او د خلکو د بیلابیلو پرګنو په شمول ټول خلک ورتللی شي.

د دغه قران کریم خوشنویس پیر امتیاز حیدر شاه نوراني مجددي وویل دغه په لاس لیک شوي قران کریم په څلور سوه پینځویشت ورځو کښې لیکل شوي او راغونډولو یې درې میاشتې وخت اخیستی دی.

دغه قران مخکې د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کښې نندرې ته وړاندی کړی شوی او اوس د لومړي ځل لپاره د کشمیر په میرپور سیمه کښې نندرې ته وړاندې کیږي.

هغه وویل د کشمیر په میرپور سیمه کښې د مطبوعاتو په کلب کښې د نړۍ د تر ټولو ستر قران کریم د درې ورځې عمومي نندرتون ترسره کیدل د ټول بشریت په تیره یا ټول اسلامي امت او د خلکو لپاره د برکت او د ویاړ سرچینه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4235708

captcha