د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وویل د افغانستان په غور ولایت کښې د دایکندي ولایت په شیعه مسلمانانو باندې د یوشمیر نامعلومو وسله والو کسانو په حملې کښې څوارلس کسان مړه او شپږ نور ژوبل شول.
په دایکندي کښې سرچینو وویل د دغه ولایت د سنګ تخت او بندر ولسوالۍ یوشمیر وسیدونکي چې د کربلا د زیارتوالو هرکلي ته ورغلي وو له غور ولایت سره په سرحدي سیمو کښې د وسله والو ترهګرو له حملې سره مخامخ شول.
داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ټروریسټي ډلې په ټیليګرام اینټرنیټ پاڼه کښې د دغه حملې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې داعش وهابي ترهګره ډله د مسلمانانو په تیره بیا د افغانستان د شیعه مسلمانانو پرضد بریدونه کوي.
له دې مخکې هم داعش وهابي ډلې څو ځله د افغانستان د شیعه مسلمانانو په جوماتونو او امامباړو باندې حملې کړي دي او سلګونو بې ګناه مسلمانان یې شهیدان کړي دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کښې داعش ترهګره ډله له مینځه وړل شوي ده او نور د دغه ډلې لخوا خلکو ته ګواښ نشته.
parstoday