IQNA

د اماراتو د قران کریم د نړیوالو سیالیو د برتره کسانو د نومونو اعلانیدل

9:25 - September 15, 2024
د خبر لمبر: 3489849
د «جایزه شیخه فاطمه بنت مبارک» په نوم په متحده عربي اماراتو کښې د میرمنو د قران کریم د نړیوالو سیالیو اتم پړاو

 د اماراتو د قران کریم د نړیوالو سیالیو د برتره کسانو د نومونو اعلانیدلد انتخاب شویو کسانو په درنښت او جایزو ورکولو سره د وږي د  میاشتې په درویشتمه نیټه خپل کار پاې ته ورسوه.
ایکنا خبري اژانس د شارجه څلرویشتم ټیلي ويژن په قول راپور ورکړ د دوبۍ د جایزه د قران د نړیوالو سیالیو رسمي ویاند« احمد الزاهد »په دې هکله وویل په متحده عربي اماراتو کښې د ښځو د قران کریم د نړیوالو سیالیو اتم پړاو چې په  جایزه شیخه فاطمه بنت مبارک مشهور دی په تیرې جمعې ورځ د پاې د  مراسمو په ترسره کیدا او د غوره میرمنو ته د جایزو په ورکولو سره د دوبۍ د ممرز سیمې د کلتور او د علم په هال کې خپل کار پاې ته ورسوه.
احمد الزاهد په دې خبرې سره چې د دوه شپیتو هیوادونو ګډون کونکو او په متحده عربي اماراتو کښې هستوګنه اقلیتونو د قران کریم د دغه پړاو په سیالیو کښې ګډون وکړ وویل د قران کریم د قرائت دغه سیالۍ د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې له اومې څخه تر یولسمې نیټې یعني د وږي د میاشتې له اولسمې څخه تر یویشتمې نیټې پورې په سهار او  مازیګر دوو نوبتونو کښې ترسره شوې او په پاې کښې لسو غوره کسانو ته د جایزو په ورکولو او د ټولو ګډون کونکو په درنښت کولو سره پاې ته ورسیدلې.
په متحده عربي اماراتو کښې د میرمنو د قران کریم د نړیوالو سیالیو د غوره کسانو نومونه :-
هغه د قران کریم د دغو سیالیو په اوږدو کښې د دوبۍ د جایزه په نوم د قران کریم د نړیوالو سیایو د نوي اینټرنیټ پاڼې کار پیلولو ته په اشارې سره ډاګینه کړه: د دغه سایټ په جوړولو سره ګډون کونکي کولای شي د خبري او د تصویري برخو په چوکاټ کښې د دغو سیالیو په هکله ډیر جزیات وګوري.
د قران کریم په دغو سیالیو کښې له سویډن څخه صفیه طاهر، له موریتانیا څخه خدیجه المختار او له کینیا څخه فاتي الراشد،  لومړی ، دوهم او دریم مقام ترلاسه کړ او له نیجریا څخه مریم حبیب او له یمن څخه افنان رشاد څلورم مقام او له مصر څخه اسما یونس شپږم مقام او له تیونس څخه اسما شبلی اوم مقام او د ایران له اسلامي جمهوریت څخه زهرا انصاري اتم مقام او له مالیزیا څخه بوتری حنیف نهم مقام  او له لیبیا څخه منیه الصغیر او له جنوبي افریقا څخه عائشه  جاخوره لسم مقام ترلاسه کړ.
د شیخه فاطمه بنت مبارک د قران د سیالیو په هکله جالب ټکی د دغو سیالیو په څلورم پړاو کښې د ایران د استازیو نشتون دی.
له کابو تیرو پینځو کلونو راهسې یعني له دیارلس سوه اته نویم هجري لمریز کال راهسې چې د قران کریم د نړیوالو سیالیو څلورم پړاو وشو او د ایران استازي پکښې ګډون وکړ نور  په دغو سیالیو کښې د ګډون لپاره د ایران هیڅ استازي ته بلنه نه د ورکړل شوي.
https://iqna.ir/fa/news/4236395

captcha