IQNA

فردي اخلاق/ او د ژبې افتونه ۲ په اسلامي اخلاقو کښې د چټي خبرو افت

11:36 - September 16, 2024
د خبر لمبر: 3489856
له چټي خبرو مراد په ژبې داسې خبرې کول چې د دنیا او یا د اخرت هیڅ مادي ، معنوي عقلاني او شرعي او جایزه ګټه ونلري او چټي خبرو ته د شهوت کلام نوم هم ورکړل شوی.

چټي خبرې کول د ژبې یو افت دی چې په اسلامي اخلاقو کښې ورته اشاره شوي ده.

له چټي خبرو مراد په ژبې داسې خبرې کول چې د دنیا او یا د اخرت هیڅ مادي ، معنوي عقلاني او شرعي او جایزه ګټه ونلري او چټي خبرو ته د شهوت کلام نوم هم ورکړل شوی او په اسلامي اخلاقو کښې د چټي خبرو لپاره د عمر د تباه کیدا، په ټولنه کښې د  حقارت ، له چټي خبرو د ترلاسه شوي ناوړه تفاهمونو په سبب له نورو د بخښنې غوښتلو ته مجبوره کیدا  د دروغ ویلو ، د غیبت کولو او د تهمت لګولو وغیره وغیره په شان د نورو ګناهانو د زمینې د جوړولو ، له الهي رحمت څخه د لیرې کیدا ، په ګټورو لارو چارو باندې د بوختیدا لپاره د وخت د له لاسه ورکول کیدا ، ګمراهۍ ، د پوهې  د تباه کیدا او  د زړه د سختیدا په شان ناوړه پایلو ته اشاره شوي ده.

چټي خبرې  پراخ اړخونه لري.

د بې ګټې شي په هکله خبرې کول او د بې سواده خلکو لپاره د سختو تئوریو یا موضوګانو په  وړاندې کولو یا د بې  ګټې پوښتنو په شان د بې ځایه خبرو په کولو چارې پکښې شاملیږي.

له عقلي نظره چټي خبرې کول یوه ناجایزه چاره ده ځکه چې د انسان عمر چې د هغه اصلي پانګه ګڼل کږي له دې لارې تلف کیږي.

حدیثونه ههم دغه عقلي حکم تائید کړي ده.

د خدای رسول حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د معراج په اوږده حدیث کښې فرمايي ما ولیدل چې په دوزخ کښې اوه ورونه وو او په هر ور باندې درې ټکي لیکل شوي وو.

په پینځم ور باندې لیکل شوي وو ولا تکثر منطق فیما  لا ینعنیک فتسقط من رحمه الله ( په هغه څه کښې چې چټي دي زیاتې خبرې مه کوي چې د خدای له رحمت څخه ساقط کیږئ)

د اخلاقو عالمانو چټي خبرو ته د انسانانو د ګروهنې په هکله زیات دلایل وړاندي کړي دي.

بې ځایه کنجکاوي ، له نورو سره د وخت تیرول ، ځان ته د نورو کسانو د پام جلبول او حتی له نورو خلکو سره زیاته دلچپسۍ او صمیمیت هغه تر ټولو مهم عوامل ګڼلی شو چې انسانان د چټي خبرو کولو ته ورکاږي.

هو ځینې وختونه له بل سره دلچسپۍ لرل له هغه سره ډیرو خبرو اترو ته د ګروهنې د رامیځته کیدا سبب کیږي او همدغه چاره کولای شي انسانان چټي خبرو کولو او زیاتو خبرو ته اړ کړي.

یوه تر ټولو مهمه لاره چاره چې انسانان د چټي خبرو له کولو منع  کولای شي د انسان د عمر د ارزښت په هکله تفکر کول دي.

هغه کس چې په دغو افتونو ککړ دی باید پوه شي هغه ګران عمر چې د دغو چټي خبرو په کولو کښې یې تیروي بیرته نه راځي او له دې کبله به  د خپل ژوند ډیرې فرصتونه چې د خپل عمر د ښه کولو لپاره یې کولای شو ګټه ترې واخلي له لاسه ورکړي.

 https://iqna.ir/en/news/3489883

بچوې: چټي ، ژبه ، دروغ
captcha