IQNA

د تیونس په ټیلي ویژن کښې په موسیقۍ سره د قران په تلاوت پراخې نیوکې

6:04 - September 18, 2024
د خبر لمبر: 3489862
د اینټرنیټ د ټولنیزو سایټونو کاروونکو او روحانیونو د تیونس ټیلي ویژن د یوه مذهبي سرود(سندرې) خپرولو په خاطر چې د قران کریم یو ایت یې درلود سخته نیوکه کړه ده.

ایکنا خبري اژانس  د قدس العربي ورځپاڼې په قول راپور ورکړ د اینټرنیټ د ټولنیزو سایټونو کارونکو او مذهبي روحانیونو د یوه مذهبي سرود د خپرولو په خاطر چې قران یو ایت یې درلود د تیونس په حکومتي ټیلي ویژن سخته نیوکه وکړه.
په یوه پروګرام کښې چې  د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص  د زوکړې د جشن په مناسبت د تیونس له حکومتي ټيلي ويژن څخه خپور شو اسماعیل حرابي یو مذهبي سرود ووایه چې پکښې د قران کریم د ال عمران یوسل لسم ایت لوستل کیږي داسې چاره چې په ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو کښې یې په پراخ ډول غندنه شوي ده.
د نیوکه کوونکو په  وینا په غنا سره  د قران کریم د ایتونو لوستل  یوه خطرناکه چاره او ستر بدعت دی چې د قران کریم د شان پرخلاف دي ځکه چې خدای پاک قران  د دنیا د خلکو د هدایت لپاره نازل کړی دی او د هدایت دغه رڼا نشو مسخره کولای.
 ځینو کسانو د موسیقۍ د سرودونو په بڼه  د قران کریم لوستل د کلیسا د سرودونو تقلید او عیسایت ته ورته وباله.
په تیونس کښې  د ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو کاروونکو د تیونس د مفتي او د لوی څارنوال لخوا د اقدام د ترسره کولو او د تیونس د دوهم ټیلي ویژن د مدیر له کاره د لیرې کولو غوښتنه وکړه.
په تیونس کښې مخکې هم داسې پیښې رامینځته شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4237065

captcha