د پیجرونوله چاودیدا وروسته د مقاومت سید حسن نصر الله ته هیڅ تاوان نه دی رسیدلی.
ایکنا خبري اژانس د العالم ټیلي ويژن په قول راپور ورکړ رویټرز خبري اژانس د لبنان د حزب الله د یوه لوړرتبه چارواکي په قول راپور راکړی د حزب الله مشر سید حسن نصر الله په کامل ډول روغ رمټ دی او هغه ته هیڅ ډول تاوان نه دی رسیدلی.
د حزب الله په بیانیې کښې ویل شوي دي په تیرې سه شنبې ورځ د مازیګر کابو درې نیمې بجې د پیجر د پیغامونو د ترلاسه کولو یوشمیر دستګاوانې چې د حزب الله د بیلابیلو موسسو او د یونټونو د کارګرانو لخوا کارول کیدلې په مبهم ډول واچاودیدلې او له کبله یې یوه کوچنۍ انجلۍ او زمونږ دوه وروڼه ووژل شول او ګڼ شمیر نورژوبل هم شول.
حزب الله زیاته کړه: په حزب الله کښې اړونده ارګانونه حاضردمه په یووخت د دغو چاودنو د ترسره کیدا د دلایلو د موندلو لپاره د پراخه امنیتي او د علمي تحقیقاتو د ترسره کولو په حال کښې دي او ډاکټران او نرسان هم د لبنان د بیلابیلو سیمو په یوشمیر روغتونونو کښې د ژوبلو کسانو درملنه کوي.
د دغه بیانیې په دوام کښې ویل شوي دي : له متعال خدای څخه د قدس د لارې د شهیدانو لپاره رحمت او د ژوبلو کسانو لپاره د زر شفا دعا کوو او له ګران ملت څخه غواړو چې د ځینو لورو د بې لارې کوونکو او د ناسم خبرونو او د اوازو په هکله ځیر ووسي ؛ ځکه چې دغه خبرونه د صهیونیسټي دښمن په ګټه د رواني جنګ په خدمت کښې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4237243