IQNA

د اسلامي امت وحدت د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د بندولو لپاره ضروري دی

6:15 - September 19, 2024
د خبر لمبر: 3489870
د حدت د اوونۍ د لمانځلو د مرکزي کمیټۍ مشر په دې خبرې سره چې وحدت یو سټراټیژیک سیاست ګڼل کیږي

چې اسلام کښې ورته پام شوی دی وویل: د اسلامي امت یوه ستونزه بشپړه نه پیوستون دی او که چیرې مسلمانان له یوبل سره متحد شي نو صهیونیسټ رژیم به په فلسطین او غزې کښې د جنایتونو د ترسره کولو جوګه نه وي.
د ربیع الاول د میاشتې له دولسمې تر اوولسمې نیټې پورې ورځې د امام خمیني رحمت الله علیه لخوا د وحدت د اوونۍ په توګه نومول شوي دي چې په ایران او ټوله دنیا کښې د جشنونونو او د غونډو په جوړیدا سره د اسلامي وروګلوۍ او د وحدت د پیاوړي کولو په ترڅ  کښې په نړیواله  سویه د اسلام د نړیواله قدرت له پیاوړي کیدا سره مرسته وکړي.
پر دې اساس ضروري ده په دغو ورځو کښې له مخکې څخه زیات د شیعه او د سني د اتحاد او د وحدت د معنا او مفهوم ،د دغه وحدت د ضرورت او د اسلامي ورورګلوۍ او له یوبل سره د اسلامي هیوادونو د اړیکو د ضرورت او له اختلافاتو څخه د  ډډه کولو د اړتیا په هکله زیات غور وشي ځکه  چې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په وینا د مسلمانانو اتحاد د اسلامي امت د ډیرو دردونو درملنه ده.(۱۳۹۹-۰۸-۱۳)
په دې لړکښې د وحدت د اوونۍ د لمانځلود کمیټۍ مشر حجت الاسلام و المسلمین محمد حسن اختري له ایکنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د یوه تاکتیک نه بلکې د یوې سټراټیژۍ په توګه په اسلامي وحدت باندې د ایران د اسلامي جمهوریت د ټینګار په هکله وویل په اسلامي امت او د اسلام په سپیڅلي دین کښې د وحدت او د یوزړه توب مسله په اسلام کښې د یوه اصل ، یوه رکن او د ښکاره ضرورت په توګه مطرح ده.
هغه په دې خبره باندې ټینګار سره وحدت د قران حکم دی وویل وحدت یوازې سیاسي اړخ نلري بلکې دیني بنسټ لري.
یعني هماغه ډول چې په اسلام کښې لمونځ او روژه شته وحدت هم په ډاګه شوی دی.
: «وَاعتَصِموا بِحَبلِ اللهِ جَمیعًا وَلا تَفَرَّقوا»، «وَ لا تَنازَعوا فَتَفشَلوا وَ تَذهَبَ ریحُکُم».
پردې اساس د وحدت او د یوزړتوب مسله د اسلامي نړۍ د نن ورځې یو ضرورت دی.
د یوه اصل او سټراټیژۍ په شان په وحدت پوهیدل:-
د وحدت د اوونۍ د لمانځلود کمیټۍ مشر حجت الاسلام و المسلمین محمد حسن اختري په دې خبرې باندې ټینګار سره چې هیڅ وخت نشو کولای ووایو وحدت یو تاکتیک دی او زیاته یې کړه د بیلابیلو مذهبي پیروان باید له یوبل سره پیوستون ولري او مسلمانان که چیرې وغواړي د خدای پاک عبادت وکړي باید په اسلامي وحدت باندې اعتقاد ولري.
نو ځکه خو دا د متعال خدای حکم دی چې د قران کریم په ایتونو، روایتونو او د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص په سیرت کښې ورباندې ټینګار شوی دی.
وحدت یو سټراټیژیک سیاست دی چې اسلام کښې ورته توجه شوي ده.
د اسراییلو د تیریو اصلي جرړه:-
د وحدت د اوونۍ د لمانځلود کمیټۍ مشر حجت الاسلام و المسلمین محمد حسن اختري په دې خبرې باندې ټینګار سره چې نن سبا د اسلامي امت یو مشکل په کامل ډول د پیوستون نه لرل دي ډاګینه کړه : حاضردمه مونږ وینو چې مسلمانان د جنایتکار صهیونیسټ رژیم په لاس په وینو کښې لیت پیت کیږي او د هغوې کورونه ړنګول کیږي.
یو هیواد  ، یوه اسلامي سیمه او یواسلامي ټاټوبی د  جنایتکارانو لخوا نیول کیږي نو ځکه کله چې د  فلسطین د ماشومانو او ښځو  او د مسلمانانو وژل کیدل او د هغوې د کورونو او د امکاناتو د چورتالان  کیدا او له مینځه وړل کیدا وینو نو زمونږ دنده دا ده چې د هغوې ملاتړ او مرسته وکړو او دغه ملاتړ هغه وخت په ښه ډول تحقق  مومي چې له یوبل سره متحد او یو شو.
د وحدت د اوونۍ د لمانځلود کمیټۍ مشر حجت الاسلام و المسلمین محمد حسن اختري په دې خبرې باندې ټینګار سره کله چې مسلمانان سره متحد شي اسراییل به په فلسطین او غزې کښې د جنایتونو د ترسره کولو جوګه نه وي وویل حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته وفرماییل: که چیرې مسلمانانو اتحاد لرلای او په  اسراییلو یې یو سطل اوبه اچولې نو اسرایبل به سیلاب وړه»
دا یو حقیقت دی که چیرې مسلمانان یوبل ته لاسونه ورکړي اسراییل به ونه توانیږی دغه ګستاخیانې ولري.
وحدت ته رسیدل امکان لري.
د وحدت د اوونۍ د لمانځلود کمیټۍ مشر حجت الاسلام و المسلمین محمد حسن اختري دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې ځینې کسان د اسلامي  وحدت تحقق له اسراییلو سره د ځینو اسلامي (عربي) هیوادونو د واکمنانو د دوستانه اړیکو په دلیل یوه ایډیل او خوب ته ورته چاره ګڼي وویل باوري  یم چې دغه وحدت تحقق موندلی دی او بڼه یې خپله کړي ده.
څرنګه چې وینو چې په اسلامي هیوادونو کښې او د مسلمانو ترمینځ مینه او دوستۍ زیاته شوي ده او اسلامي حکومتونه له تیر وخت څخه زیات یو بل ته نږدې شوي دي.
البته د دغه حالت د ښه کیدا لپاره  باید یوشمیر اقدامات ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4236929

captcha