ډاکینه کړه: د پیغمیر اکرم صلی الله علیه ژوند په کامل ډول د کلتور، د انسانیت او د جرړه لرونکي عشق روایت دی.
د امریکا د هالیووډ د سینما لخوا د حضرت عیسی علیه السلام او د بني اسراییلو د پیغمبرانو د سینما د فیلمونو جوړول اودږه مخینه لري.
سره له دې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه و اله وسلم د ژوند په هکله لږ شان فیلمونه جوړ شوي دي او دغه ستر پیغمبر په کوم ډول چې و په سینما کښې نندرې ته نه دی وړاندی شوی.
د الرساله په نوم فیلم چې په انګریزۍ ژبه کښې په میسیج()مشهور دی او په ایران کښې په محمد رسول الله مشهور دی، د اسلام د پیغمبر د ژوند په هکله لومړنی مطرح فیلم دی.
د سینما دغه فیلم چې ډایریکټر یې سوریه توکمه کس مصطفی عقاد دی په نولس سوه شپږاویایم میلادي کال کښې په سینماګانو وښودل شو او له نړیوال هرکلي سره مخامخ شو.
الرساله فیلم د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد ص ژوند له څلویښت کلنۍ څخه تر وفات پورې او په حقیقت کښې تر صدر اسلام پورې ژوند انځوروي.
د انتوني کونین او ایرنه پاپاس په شمول د دغه فیلم ستوري د امریکا د هالیووډ مشهور لوبغاړي وو.
څلویښت کاله وروسته د ایران مشهور ډایریکټر مجید مجیدي د « محمد رسول الله » د فیلم د جوړولو کار په دوه زره پینځلسم میلادي کال کښې پاې ته ورسوه.
دغه فیلم په شپږمې پیړۍ کښې د اسلام د پیغمبر ص د ماشومتوب پړاو روایتوي.
د دغه فیلم قصه د جاهلیت او د اسلام د پیغمبر د زیږیدا د وخت په شرایطو سره پیلیږي او د هغه په دولس کلنۍ سره پاې ته رسیږي.
د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص د زوکړې په مناسبت ایکنا خبري اژانس د محمد رسول الله د فیلم مشهور موسیقي پوه اود هندوستان له مشهور ننګ جوړونکي «ای ار رحمان »سره مرکه کړي ده.
رحمان په نولس سوه اوه شپیتم میلادي کال کښې د هندوستان په چنايي سیمه کښې وزیږیده .
د هغه مور او پلار چې هندوان وو د هغه نوم دلیپ کومار کیښود.
هغه په ځوانۍ هندو مذهب پریښود او مسلمان شو او خپل نوم یې الله رکها رحمان کیښود چې معنا یې خداې دې رحمان ته برکت ورکړي ده.
رحمان په شپاړس کلنۍ کښې زده کړه پریښودله او د خپل پلار لارې او د رسم په پیروۍ کولو سره یې خپل ټول وخت په موسیقۍ ولګاوه، خو ډیرله دغه ژوند څخه چې تنوع پکښې نه و ستړی شو او د یوه ملګري په وړاندیز یې هڅه پیل کړه په موسیقۍ کښې څه موده د ټیلي ویژن په تبلیغاتو بوخت شي.
هغه د فیلمونو د موسیقۍ د جوړولو په زمینه کښې خپل حرفه اي فعالیتونه په نولس سوه نویمې میلادي لسیزې کښې پیل کړي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4237337