کانفرنس د لومړۍ ورځې په دوام سره په تهران کښې ترسره شوه.
ایکنا خبري اژانس راپور راکړی د وحدت د اوونۍ په پیلیدا سره چې د ربیع الاول د میاشتې له دولسمې څخه تر اولسمې نیټې پورې دوام لري د اسلامي وحدت د اته دیرشم نړیوال کانفرنس د پروګرامونو په دوام کښې د وحدت او د مقاومت په پیاوړتیا کښې د ښځې د تربیتي رول په موضوع سره د مسلمانو میرمنو د همفکرۍ نړیواله غونډه ترسره شوه او په پاې کښې د انډونیزیا ، د الجزایر، امریکا، لبنان ، فلسطین، سوریې ، بحرین ،میکسیکو، پیرو، پاکستان ، افغانستان، مالیزیا، ترکیه ، برازیل او هندوستان ګډون کونکو میر منوپه لاندې ډول یوه بیانیه خپره کړه.
۱ د اسلامي وحدت کانفرنس او د ښځو غونډه په داسې حال کښې ترسره شول چې غزه هماغه رازد صهیونیسټ غاصبو قصبانو تر بمباریو لاندې ده.
۲له ټولې دنیا څخه مونږ مسلمانې میرمنې او ښځې په بیلابیلو ملیتونو ، ژبو او مذهبونو سره د مسلمانانو د وحدت او د یوه واحد اسلامي امت ته د رسیدا لپاره د هڅې پرضرورت ټینګار کوو او باوري یوو که چیرې د کلمې په وحدت او له اختلاف څخه په ډډه کولوکښې هماغه راز کلک هوډ ولرو او د تفرقه اچونکو په لومه کښې ښکیل نشو د مقاومت لاره د نهایي بریالیتوب سبب ګرځیدلای شي.
۳ مونږ مسلمانې میرمنې په حماس او جهاد اسلامي غورځنګونو کښې زمونږ د وروڼو د مجاهدتونو او هڅو په څنګ کښې د فلسطین د ښځو د بې ساري مقاومت درنښت کوو او ژور باور لرو د قدس د نیواکګر رژیم پرضد د مبارزې د میدان زړور کسان د زړورو ښځو او د میندو په کوتونو کښې روزنه او پرورش لیدلی دی چې د زور او د ظلم په وړاندې یې سرونه نه دي ټیټ کړي اوخپلو بچیانو ته یې د عزت او د مقاومت کولو درس ور زده کړی دی او په سخاوت سره یې خپل ژوند اوځانونه د دغه سپیڅلي ایډیل په خدمت کښې ورکړل.
۴ همدا اوس چې دنیا د فلسطین د مظلوم ملت د ماتي نه منونکي مقاومت کتونکي ده د هغو ښځو او میرمنو رول چې له خپلو سړیو او زامنو سره یوځاې د تر ټولو وحشیانه جنګي جنایتونو په وړاندې استقامت کوي انصافا د ستاینه وړ چاره ده.
۵مونږ د هغو پتیالیو انجلیو او ښځو چې په لویدیځې نړۍ او په ختیځ کښې له بیلابیلو هیوادونو څخه دي خاطره نه هیرو کومو چې د فلسطین د ملت په مظلومیت سترګې پټې نکړې او په نیواکي ټاټوبو باندې واکمن د دغه جنایتکا ر بانډ د وانکاریو د غندلو لپاره یې په زړورتیا سره چغې پورته کړې او حتی که چیرې د اسلام د مبین دین تشرف یې نه درلود خو د خپل فطرت پراساس يې په دغه ا سلامي حکم عمل وکړ او حضرت امام علي علیه السلام وفرماییل:: «کونا للظالم خصما وللمظلوم عونا».
په پاې کښې په اسلامي وحدت کانفرنس کښې ګدون کونکو د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې څخه د میرمنو د دغه نړیوالې غونډې د ترسره کولو په خاطر مننه وکړه.
https://iqna.ir/fa/news/4237608