IQNA

تهران د اسلامي وحدت د نړیوال کانفرنس کوربه دی

6:43 - September 22, 2024
د خبر لمبر: 3489881
ایکنا خبري اژانس راپور راکړی تهران د اسلامي وحدت د اته دیرشم نړیوال کانفرنس کوربه دی کوم چې د تیرې پنجشنبې ورځې

 له سهار څخه د ایران د پلازمینې تهران د مشرانو د نړیوالو غونډو په هال کښې پیل شوی او تر پرون ورځې پورې یې دوام درلود.
دغه غونډه چې هرکال د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې او د وحدت د اوونۍ په مناسبت د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د ټولنې په همت ترسره کیږي روان کال فلسطین د دغه کانفرنس اصلي موضوع ده.
د روان کال د اسلامي وحدت کانفرنس د فلسطین په مسلې باندې ټينګار سره ګډو ارزښتونو ته د رسیدا لپاره د اسلامي ملګرتیا په شعار سره ترسره شو.
په دغه کانفرنس کښې د ایران او د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو شیعه او سني مسلمانانو  ګډون وکړ.
د اسلامي وحدت د نړیوال کانفرنس د ترسره کونکو په وینا د سعودي عربستان ، د متحده عربي اماراتو، اردن او دغه راز د امریکا ، روسیې ، د انډونیزه وغیره په شمول د دنیا د دیرشو هیوادونو میلمنو په دغه کانفرنس کښې ګډون وکړ.
په کانفرن کښې ګډون کونکو میلمنو دغه راز د ایران د اسلامي انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي کتنه وکړه او هغوې دغه راز د  ایران د علمي او د ټیکنالوژیکو مرکزونو او د تهران په جنوب کښې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د زیارت کتنه وکړه او دغه راز پرون یې برج میلاد هم وکاته.

 

 

https://iqna.ir/en/news/3489967

captcha