IQNA

د اسلامي امت د دیني مشرانو همفکرۍ د مقاومت د جبهې لپاره ستره بریا ده

6:47 - September 22, 2024
د خبر لمبر: 3489882
د افغانستان یوه عالم مولوي عبدالرئوف توانا وویل: په دغو شرایطو کښې چې نن سبا فلسطین ورسره مخامخ دی د اسلامي امت د علماو سره راغونډیدل او همفکرۍ بې شکه د مقاومت د جبهې لپاره ستره بریا ده.

د اسلامي وحدت اته دیرشم نړیوال کانفرنس د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د ټولنې په زیار د وحدت د اوونۍ په ورځو کښې په تهران کښې ترسره شو.
په دغه کانفرنس کښې ګڼ شمیر مسلمانانو علماو او فعالانو ګډون وکړ او هغوې د خپلو نظرونو په وړاندې کولو سره د اسلامي مذهبونو ترمینځ د وحدت د پیاوړي کولو د لارو چارو په هکله غور وکړ.
د دغه کانفرنس کښې په څنګ کښې د افغانستان پيژندل شوي عالم او د توانا د کلتوري مرکز مسوول مولوي عبدالرئوف توانا له ایکنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د روان کال د وحدت کانفرنس د اهمیت په هکله د سیمې بدلونونو په تیره بیا په غزې او لبنان کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په پام سره وویل متعال خدای د قران کریم د انبیا سورې په دوه ویشتم ایت کښې فرمايي إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ
دا دی تاسو امت چې یوازنی امت دی او زه یم د تاسو پرودیګار نو زما عبادت وکړئ.
هغه په دوام کښې وویل په دغو شرایطو کښې چې امت ورسره مخامخ دی او د کفر جبهه د حق جبهې په مقابل کښې دریدلي ده د دښمن اصلي اندیښنه او فکر د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې اچول دي.
کله چې اسلامي امت او ټول اسلامي علما تر یوه چت لاندې راغونډیږي له هندوستان رانیولي تر  افریقا او اروپا او امریکا او د نړۍ د ټولو سیمو علماو دلته راغونډ دي او د څلویښتو هیوادونو علما په دغه کانفرنس کښې ګډون لري او هغوې ټول یوه خوله د فلسطین د مسلمان ملت ملاتړ اعلانوي او د دغه کانفرنس نتیجه به د اسلامي امت لپاره خیر او صلاح وي.
توانا په دوام کښې زیاته کړه : په پریکنده توګه په دغو شرایطو کښې په فلسطین کښې د مسلمانانو مظلومیت د قران کریم د حکم پراساس له فلسطین څخه د حفاظت په ارتباط زمونږ دنده یوه واجب  چاره ګرځولي ده او د دښمن په مقابل کښې جهاد یوه فریضه ده او د هغه په هکله تبلیغ او د اطلاعاتو رسول یوه ضروري چاره ده.
د علماو راغونډیدل او د هغوې همفکرۍ چې د اسلامي امت د دین مشران دي بې شکه د مقاومت د جبهې لپاره ستره بریا ده او هیله من یم د فلسطین د امت په دفاع کښې د اسلامي امت د انسجام او کوټلتیا لپاره به مهم اغیز ولري.
د افغانستان دغه عالم د اسلامي وحدت په پیاوړتیا کښې د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم له سیرت څخه د پیروۍ د اهمیت په هکله وویل: بې  شکه د پیغمبر اکرم له سیرت، سنت او عترت څخه پیروۍ او د قراني معارفو تبیعت چې د رسول اکرم حضرت محمد ص او د خداوند جل و جلاله ترمینځ د درویشت کلن ارتباط نتیجه او د خدای د رسول له برکت څخه د ډک ژوند نتیجه ده په پریکنده توګه امت د عزت وخت ته ورستنیږي.
هغه وویل که چیرې د قران کریم غیږې ته ورستانه شو او د اسلام د مبین دین تعلیمان هماغه ډول چې پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم ورزده کړي دي عملي کړو په پریکنده توګه به عزیز امت شو او و «لله العزه و لرسوله و للمومنین و لکن المنافقین لایعلمون.»

https://iqna.ir/fa/news/4237724

بچوې: اسلام ، قران ، رسول
captcha