IQNA

د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت د مسلمانو واکمنانو د شورا بیانیه

12:28 - September 23, 2024
د خبر لمبر: 3489886
د مسلمانو واکمنانو شورا د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې بیانیې کښې په دنیا کښې د سولې او د زغم د کلتور د خپرولو او له جنګ او نښتې سره د

د مقابلې کولو د کلتور د خپرولو په هدف سره د ګډو هڅو د پیاوړي کولو غوښتنه وکړه.
ایکنا خبري اژانس د الخلیج ورځپاڼې په قول راپور ورکړ د مصر د الازهر د شیخ احمد الطیب په مشرۍ د مسلمانو واکمنانو شورا په خپلې بیانیې کښې د نړۍ علما او شخصیتونه له جنګونو او نښتو سره په مقابلې کښې کولو د ګډ انساني ژوند او د سولې او د زغم د کلتور د خپرولو په هدف سره د ګډو هڅو پیاوړي کولو ته وربلل ځکه چې ننۍ نړۍ له جنګونو سره مخامخ ده او زرګونو کسان پکښې وژل شوي او ژوبل شوي او ډیر کسان یې د خپلو هیوادونو پریښودلو ته مجبوره کړي دي.
د شورا په بیانیې کښې چې د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت چې د سپتمبر د میاشتې یویشتمه نیټه کیږي ویل شوي دي د سولې پیاوړي کول مهم او اسلامي اصل دی چې د اسلام مبین دین یې بلنه ورکړي ده او هغه یې د اسلامي امت لپاره مهم رکن ګرځولی دی.
په دغه بیانیې کښې د سولې د پیاوړي کولو په لړ کښې د دیني مشرانو او د بیلګو د رول د پیاوړي کولو په ضرورت باندې ټینګار سره وویل شو : دیني مشران د اخلاقو غږ او د انسانانو ګډ وجدان او ضمیر دی چې خلک او ټولنې د ترهګرۍ د سرزورۍ ، تفرقې او د تاوتریخوالي ردولو او د انساني برادرۍ ، ګډ سوله ییز ژوند کولو ، او د زغم د ښودلو ارزښتونو ته هدایتوي.
د مسلمانو واکمنانو شورا یوځل بیا د سولې د  تحقق په لړ کښې په خپل ثابت دریځ تینګار وکړ او ویې ویل چې سوله په دنیا کښې د ثبات او ودې د تحقق لپاره تر ټولو ښه لاره ده او د ملتونو او د کلتورونو ترمینځ خبرې اترې او تفاهم د جنګونو او د نښتو د له مینځه وړلو لپاره ترټولو بریالۍ لاره ده او په همدې لړ کښې دغه شورا د سولې د تحقق لپاره خپل ښه پروګرامونه او اقدامات پیل کړي دي.
د ویلو د ه چې تیره شنبه ورځ چې د سپتمبر د میاشتې یویشتمه نیټه کیدله د سولې له نړیوالې ورځې سره سمون خوړه او هر کال په همدې مناسبت په ټوله نړۍ کښې یوشمیر پروګرامونه او فعالیتونه ترسره کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4237915

بچوې: مصر ، قران ، مسلمانان
captcha