دیني مشران په دغه پړاو کښې له بل هر وخت څخه زیات مسوولیت لري او لومړی مسوولیت یې د حقایقو بیانول او دوهم مسوولیت یې د عادلانه سولې او د خبرو اترو د تحقق لپاره پرله پسې هڅه ده.
ایکنا خبري اژانس د ایران د کلتور او د اسلامي ارتباطاتو د ادارې د اطلاع رسونې او د عمومي اړیکو د دفتر په قول راپور ورکړ د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم له نیکمرغه زوکړې او د اسلامي وحدت له نړیوال کانفرنس سره په یووخت د غږمله ګډ ژوند پراساس د سولې او د خبرو اترو د لارې په نوم سره د مسلمانانو د نړیوالو ټولنو شلمه غونډه د روسیې په پلازمینې ماسکو کښې وشوه او د ایران د کلتور او د اسلامي ارتباطاتو د ادارې مشر حجت الاسلام «محمد مهدي ایماني پور» د دغه سترې مذهبي غونډې ځانګړی ویناوال و.
هغه د خپلې وینا په پیل کښې په ماسکو کښې د مسلمانانو د نړیوالو ټولنو د شلمې غونډې په جوړیدا باندې د خوښې په څرګندولو سره وویل ماته د بلنې لپاره د روسیې د فیډراسیون د مسلمانانو د دیني ادارې د مشر جناب ښاغلي« شیخ روایل عین الدین» د کوربه توب مننه کوم او د هغه د مدیریت او د مشرۍ په خاطر د روسیې د مسلمانانو د دیني ادارې او د اسلامي انسټي ټیویټ د جوړیدا د دیرشمې کلیزې درنښت کوم.
ایماني پور زیاته کړه لومړی ګروهنه لرم د ستر مصلح او د مهربانې د پیغمبر حضرت محمد صلی الله الیه واله وسلم د زوکړې په مناسبت تاسو ته مبارکي درکړم او د وحدت له اوونۍ سره په یووخت د دغه غونډې په ترسره کولو کښې د جناب ښاغلي شیخ راویل عین الدین نوښت نیک فال وګڼم.
په حقیقت کښې د شیخ په تعبیر دغه غونډه په ماسکو کښې د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو غونډه ده.
د غزې او د فلسطین له مظلوم ملت د اسلامي دنیا ملاتړ
هغه دغه راز وویل نن سبا د اسلامي دنیا اصلي او چورلیزي مسله هغه کړاو او ظلم دی چې د فلسطین او د غزې خلکو ته متوجه دي او هغه نسل کشۍ او جنایتونه چې په غزې کښې ترسره کیږي او د دغو بې ساري جنایتونو په وړاندې د امریکا او د لویدیځو هیوادونو چوپتیا او ورسره ملګرتیا کول د امریکا د بشري حقوقو د مفهوم چټي توب او د لویدیځو هیوادونو دوه ګوڼه معیارونه د دنیا خلکو ته ورښيي.
اسلامي علما او دیني مشران په دغه پړاو کښې له بل هر وخت څخه زیات مسوولیت پرغاړه لري لومړی مسوولیت د حقایقو بیانول او دوهم مسوولیت د عادلانه سولې او د خبرو اترو د تحقق لپاره پرله پسې هڅې دي.
د سولې د ملاتړ لپاره د اسلامي دنیا د قراني پارلمان د جوړولو ضرورت :
هغه یادونه وکړه هیله من یم په دغه غونډه کښې رغنده خبرې اترې د مقاومت کونکي لبنان او په مظلومې غزې کښې د عادلانه او د بیړنۍ سولې زمینه برابره کړي.
په پاې کښې څرنګه چې زمونږ سپيڅلي کتاب قران کریم د سولې او د دوستۍ منادي دي وړاندیز کوم د اسلامي دنیا د هیوادونو په ملګرتیا سره د سولې د ملاتړ لپاره د سلامي نړۍ قراني پارلمان جوړ شي.