ایکنا خبري اژانس د ای اي(AE) څلورویشتم ټیلي ويژن په قول راپور ورکړ دغه قران کریم د متحده عربي اماراتو د فجیره سیمې د ولیعهد شیخ «محمد بن حمد الشرقي» یوه ارزښمنه شتمنۍ ده چې د بدر په دریم فیسټیوال کښې چې د فجیره د ټیکنالوژۍ په مرکز کښې د ترسره کیدا په حال کښې دی نندرې ته وړاندی شو.
د اسلامي هنرونو د ساتلو د کلتور پیاوړي کول او راتلونکو نسلونو ته د هغه انتقالول په لاس ددغه لیکل شوي قران کریم د نندرې ته د وړاندې کولو هدف اعلان شوی او دغه هنري فیسټویال د کتونکو له پراخ هرکلي سره مخامخ شوی دی.
د دغه فیسټیوال مسوول حمد البقیشي وویل: روان کال په فجیره سیمه کښې د بدر فیسټیوال د یوه نادر قران چې حرفه اي خوشنویسانو هغه په اتو کلونو کښې په لسو ټوکو کښې لیکلی دی کتونکی و.
هغه زیاته کړه : د دغه قران هر ټوک درې جزه لري او ماهرو خوشنویسانو په هغه کښې اسلامي تزینات او عربي خوشنویسۍ ښکلاوي نندرې ته وړاندې کړي دي او هغه یې لیکلی دی.
البقیشي دغه راز وویل: د قران کریم هر یو ټوک د خط او د تزین له نظره له یوبل سره فرق لري او د قران دغه نسخه د خط د ډول والي له نظره له ځانګړیو اسلامي پړاونو سره سمون خوري.
هغه وویل د بیلګې په توګه د قران کریم دغه نسخه په کوفي مشرقي او کوفي مصحفي خط سره په سلجوقي جلد سره پیلیږي او دوهم جلد یعني ټوک په ثلث محقق( خطوط اسلامي) سره چې د مملوکي(ممالیک) پړاو کښې دود و لیکل شوی دی.
د ویلو ده چې د فجیره فیسټیوال د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې له دولسمې نیټې پیل شوی او تر شپږویشتم سپمتبر پورې به دوام ولري.
په دغه پیښه کښې د اسلامي هنرونو د مینه والو لپاره د هنري ورکشاپونو د ترسره کولو په شمول بیلابیل پروګرامونه شامل دي.