IQNA

فردي اخلاق/ د ژبې افتونه 5 د «مراء» ژبنی افت د اسلامي اخلاقو له نظره :

9:42 - September 26, 2024
د خبر لمبر: 3489902
«مراء» (Maraa)په اخلاقي اصطلاح کښې عبارت دی د نورو خلکو په خبرو کښې د نیمګړتیا په ګوته کول

د دې لپاره چې د هغوې د خبرو نیمګړتیا ښکاره شي.

دغه عمل معمولا  د برترۍ غوښتنې او د  ځان د ښودلو په انګیزې سره  رامینځته کیږي.

د ژبې یو بل افت چې د پیوندونو د له مینځه تلو سبب  کیږي دښمنۍ او کینه د مینې او د محبت ځاې ناستې کوي «مراء»  دی.

«مراء»  په لغت کښې د جنګ کولو ، او د جګړې کولو او د اخلاق د علماو په نظر عبارت دی د نورو خلکو په خبرو کښې د نیمګړتیاو په ګوته کول او د دې لپاره چې د هغوې د خبرو نیمګړتیا ښکاره شي.»

«مراء» د علمي برترۍ او د ځان د ښودلو په انګیزې سره رامینځته کیږي په دې معنا چې سړی له نورو خلکو سره په خبرو کښې د هغو په ویناو باندې اعتراض کوي او نیمګړتیا پکښې رامینځته کوي چې دې خپله ځیرکتیا، دقت او چالاکۍ وښيي له دې کبله «مراء»  په ناوړه کارونو کښې شامل دی چې له داخلي ناخوښو صفتونو سرچینه اخلي.

د دین پیشوایان د «مراء» ناخوښو پایلو او اغیزو ته په پام سره هغه منع کړی او ترسره کونکی یې رټلی دی.

د اسلام ګران رسول حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم فرمايي : لا تمار اخاک.

له خپل دیني ورور سره «مراء»  مه کوه»

یا په بل حدیث کښې فرمايي «أَوْرَعُ النَّاسِ مَنْ تَرَكَ الْمِرَاءَ وَإِنْ كَانَ مُحِقًا»

په خلکو کښې تر ټولو پرهیزګاره هغه کس دی چې «مراء»  پریږدي ؛ که څه هم دې په حقه وي».

«مراء»  یوه اخلاقي ناروغۍ ده او په دغه ناروغۍ ککړ کس بیمار نفس او روح لري.

د دغه ناخوښ کړچار سرچینه نفساني ناوړه صفتونه دي لکه دښمنۍ، کینه کول، حسد ، تکبر ، له مقام یا مال سره مینه.

د دغه ناوړه عمل په پایلو کښې د زړه(قلب) مړکیدا ، په نادانۍ کښې پاتې کیدا ، د نیکو اعمالو نابودیدا ، د دوستۍ د پیوند نابودیدا او د کینې او د نفاق رامینځته کیدا ته اشاره کولای شو.

د «مراء»  له ناوړه اغیزونو څخه د انسان غفلت په دغه عمل د هغه د ککړیدا سبب کیږي ؛ پر دې اساس په بیلابیلو اړخونو کښې د «مراء»  تاوان رسونکي اغیزونه روح له «مراء» څخه بیزاره کوي او تنفر او کرکه له دغه عمل څخه د وګړي د لیرې کیدا سبب ګرځي.

له دغه رذیلانه اخلاقو څخه د لیرې کیدا بله لاره دا ده چې وګړی په عمل کښې تل د «مراء»  پرضد چلند وکړي ؛ یعني ښه ګفتار او نیکه وینا ولري او ځیر ووسي چې دغه نیک رفتار د روح ملکه ووسي.

https://iqna.ir/en/news/3489981

بچوې: اسلام ، قران ، انسان ، نفرت
captcha