IQNA

د پاکستان په مولتان کښې د اسماني ایتونو د سیالیو د ګټونکو کسانو درنښت

9:49 - September 26, 2024
د خبر لمبر: 3489904
د قران کریم د حفظ، تلاوت او د تفسیر عمومي سیالۍ د سیمو په سویه د اسماني ایتونو د مرحلې په اجرا سره د پاکستان په مولتان ښار کښې ترسره شوه.

ایکنا خبري اژانس د ایران د کلتور او د اسلامي ارتباطاتو د ادارې د عمومي اړیکو په قول راپور راکړی په اسلام اباد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د  کلتوري سلایار او د پاکستان په مولتان ښار کښې د ایران د خانه فرهنګ یعني کلتوري خونې په ملګرتیا سره د قران مجید د حفظ، د تلاوت او د تفسیر عمومي سیالۍ د سیمو په سویه د اسماني ایتونو د مرحلې په اجرا سره په مولتان ښار کښې وشوې.

د مراسمو په پاې کښې د جیوریسټانو د پلاوي په سپارښتنه چې له سني جیوریسټانو قاري حسین علي او قاري محمود الحسن  او شیعه جیوریسټانو علامه معید اصغر کاظمي او علامه سید حسنین علي ګیلاني جوړ و د دغه سیالۍ ګټونکو کسانو ته جایزې او انعامونه ورکړل شول.

د مولتان له څه د پاسه پنځوسو حافظانو او قاریانو کابو اتلسو کسانو نهايي پړاو ته لاره وموندله چې په دوې کښې دوو کسانو لومړی مقام ، دوو نورو دوهم مقام او دریو نورو دریم مقام ترلاسه کړ.

د دغو مراسمو په پیل کښې د جامعه النجات مشر علامه معید اصغر کاظمي ، او د موسسه النور القران سنټر مشر علامه وسیم عباس معصومي ویناوې وکړې.

 د اسپائر کالج استاد ریاست علي ، د مولتان د نړیوال پوهنتون استاد  خورشید عباس ، د کلتور او د هنر د موسسې مشر نور الاامین خقواني او د ځوانانو د غورځنګ د موسسې مشر نعیم اقبال نعیم د دغو مراسمو نور ویناوال وو.

د ویلو ده چې جامعه النجات، موسسه النور قران سنټر، اسپائر کالج ، د مولتان نړیوال پوهنتون ، د مولتان د ځوانانو د غورځنګ موسسې د دغو سیالیو په دغه پړاو کښې ملګرتیا کوله.

https://iqna.ir/fa/news/4238572

captcha