ایکنا خبري اژانس راپور راکړی تیره اوونۍ د قران نړیوال خبري اژانس د «اطلاع نګاشت» یعني د قران کریم د تدبري اینفوګرافیانو د نندرتونو د ترسره کولو کوربه و ؛ داسې اثار چې د ایران د ټول قران حافظ او څیړاند حجت الاسلام و المسلمین «علي رجبي» د هغوې د طراحۍ کولو او تولیدولو اقدام کړی دی.
علي رجبي د دغو اینفوګرافیانو د تولیدولو د لومړۍ ایډیا په هکله وویل :څرنګه چې کلونه کلونه کیږي د قران کریم د تدریس په زمینه کښې په بیلابیلو ټولګو کښې په کار بوخت یم او په دغو غونډو کښې د قراني بحثونو د تدریس بنسټ د «پاورپاینټ »وړاندې کول دي نو ځکه خو هر وخت چې خبر شوم چې د قران کریم په زده کولو کښې یو لیوال کس په دغو کلاسونو کښې مطرح شوي بحثونه په ګرافیکي او په هنري طرحو اړولي دي چې ډیر جذاب وو او په مطالبو باندې پوهیدل یې اسانه کول چې دا په خپله د غور سبب شو چې له دې وروسته قراني تعلیمات په متفاوت چوکاټ او جوړښټ کښې وړاندې کړم.
هغه په دوام کښې وویل دغه پیښه او په یوې صنعتي ټولګې کښې د قران کریم پرله پسې تدریس وروسته په دغه ټولګه کښې د رسنیو د یوه کارپيژاند لخوا چې د اینفوګرافیک د طراحۍ په زمینه کښې یې کافي تسلط او اشراف درلود د اینفوګرافیک په چوکاټ د دغو مطالبو د لیکلو په هکله وړاندیز وکړ او زه متوجه شوم دا چوکاټ هماغه شی دی چې مودې مودې کیږي په متقاوت جوړښت کښې د قراني مطالبو د وړاندې لپاره په هغه پسې وم.
د ایران د قران دغه څیړاند ډاګینه کړه : ما لومړۍ تصور نه کاوه چې د قران کریم د اینفوګرافیانو وړاندې کول تر دې اندازه په علمي ټولنو، قراني ټولنو او په تیره بیا په اینټرنیټ سایټونو کښې خپریدل له هرکلي سره مخامخ شي.
دغه هرکلي د ډیرو اثارو د تولیدولو لپاره په مونږ کښې د انګیزې د رامینځته کولو او د تهییج زمینه برابره کړه تر دې چې تراوسه اویا(۷۰) اینفوګرافیک اثار تولید شوي او د ایکنا خبري اژانس په زیار په اینټرنیټ پاڼو کښې خپاره شوي دي.