IQNA

په استانبول کښې د طوفان الاقصی د مرستې لپاره د امت د علماو د نوښت فیسټیوال

13:46 - September 28, 2024
د خبر لمبر: 3489906
د طوفان الاقصی د عملیاتو د لومړۍ کلیزې په مناسبت د طوفان الاقصی د مرستې لپاره د امت د علماو د نوښت فیسټیوال د ترکیې په استانبول ښار کښې خپل کار پیل کړ.

ایکنا خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ویژن په قول راپور وررکړ دغه فیسټیوال په تیرې پنجشنبې ورځ د لیبیا د  مفتي شیخ صادق الغریاني او دغه راز استانبول د سلګونو ښاریزو او په استانبول کښې دیره د عربو لږکیو په شمول د اسلامي نړۍ د ګڼ شمیر علماو په مشارکت سره کار پیل کړ.

په دغو مراسمو کښې ګډون کونکو د غزې  له خلکو سره د مرستې او د غزې تړانګې د کلابندۍ د ختمولو لپاره د دوه رکعته لمونځ په کولو سره دعا وکړه.

دغه مراسم د ټولې دنیا د مسلمانو علماو د یوشمیر ارګانونو او د فلسطین د علماو د پلاوي په ملګرتیا سره د فلسطین له ایډیل څخه د ملاتړ لپاره د مسلمانانو د وحدت په هدف او د فلسطین له ملت او د غزې له خلکو د مادي او د معنوي ملاتړ لپاره ترسره شوی دی.

د مراسمو ویناوالو په خپلو ویناګانو کښې د صهیونیسټ رژیم پرضد د فلسطین د ملت د پایدارۍ د دوام او د مقاومت د چورلیز او د غزې له خلکو د ملاتړ د اهمیت پرضروررت ټینګار وکړ.

د فلسطین د علماو د پلاوي مشر« نواف تکروري » په یوې وینا کښې د طوفان الاقصی د عملیاتو د یوه کال تیریدا ته په اشارې سره د صهیونیسټ رژیم د نیواکګر پرضد چې په تیر کال کښې یې په غزې کښې له وژلې او ورانۍ پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي د فلسطین د ملت په پایدارۍ ټینګار وکړ.

هغه په ټوله دنیا کښې له ټولو ځوانانو وغوښتل چې د غزې د مجاهدانو په لاره کښې حرکت وکړي.

د ترکیې ښاریز شیخ احسان جان اوشاک هم د غزې تړانګې د خلکو د پایدارۍ په درنښت کولو سره وویل د غزې خلکو نوی تاریخ ثبت کړ او د دنیا خلکو ته یې ثابته کړه چې مسلمانان چې کله له متعال خدای سره دي نو ظالمانو ته نه تسلیمیږي بلکې هغوې په ګونډو کولو ته مجبوره کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4238898

captcha