IQNA

د کروشیا د قران د نړیوالو سیالیو پیلیدل؛ د ایران د استازیو د اجرا وخت

13:51 - September 28, 2024
د خبر لمبر: 3489908
د کروشیا هیواد د قران د نړیوالو سیالیو د سیالیو د پرانیستونکو مراسمو له ترسره کیدا وروسته په دغو سیالیو کښې د ایران د دوو استازیو په شمول د ګډون کونکو د اجرا پروګرام په توګه شو.

ایکنا خبري اژانس راپور راکړي د کروشیا هیواد د قران د نړیوالو سیالیو د دیرشم پړاو پرانیستونکي مراسم د تلې د میاشتې په پینځمه نیټه د مازیګر پرمهال د دغو سیالیو د ترسره کونکو  چارواکو، د جیوریسټانو د ډلې او د ګډون کونکو په شتون سره ترسره شو.

د قران کریم دغه سیالۍ په دوو څانګو یعني د قرائت تحقیق او د ټول قران کریم په حفظ کولو کښې پرون سهار پیل شوې او تر نن مازیګر پورې دوام لري.

د قران کریم د سیالیو د پاې مراسم او په سیالیو کښې د  ګډون کونکو کسانو د درنښت او ورته د جایزو د ورکولو چارې نن مازیګر ترسره کیږي.

د اعلان شوي پروګرام پراساس د ایران دوه استازي په دغو سیالیو کښې نن د سیالۍ د ترسره کیدا په ځاې کښې په شتون سره خپله سیالۍ ترسره کوي.

په همدې اساس د سهار په نوبت کښې نن مهدي مهدوي د ټول قران د حفظ په څانګه کښې او مازیګر هم یوسف جعفر زاده د قرائت تحقیق په څانګه کښې په سیالۍ کښې له نورو ګډون کونکو سره مقابله کوي.

د کروشیا هیواد د قران کریم نړیوالې سیالۍ په دوو څانګو یعني د حفظ کل قرا ن او د قرائت تحقیق په څانګو کښې ترسره کیږي او په تیرو څو کلونو کښې تل د یوه کال په واټن کښې یو تن  د ټول قران حافظ یا قاري د ایران په استازي توب دغو سیالیو ته استول کیږي خو روان کال دوه کسان استول شوي دي.

د دغو سیالیو د جیوریسټانو په دغه ډله کښې له کروشیا څخه عزیز العلیلي، له قطر څخه د یوسف الحمادي ، له ترکیې څخه د عثمان شاهین، له عراق څخه د طاهر او له الجزایر څخه د کمال ګودا په شان استادانو شتون درلود.

دغه راز د ایران نړیوال قاري احمد ابوالقاسمي نوم هم د دغو سیالیو د جیوریسټانو په ډله کښې شته خو د ایران دغه نړیوال قاري په اخري شیبو کښې د ویزې د صادریدا د مشکل په دلیل کروشیا هیواد ته له تلو پاتې شو.

https://iqna.ir/fa/news/4238879

captcha