د قراني غونډو غړیو د خلکو د نورو پرګنو په څنګ کښې پوځي روزنې وکړې او په بسیج ځواک کښې په شاملیدا سره د باطل پرضد د حق د جنګ جبهو ته ورننوتل.
د ایران د سپیڅلي دفاع جانباز او د قراني علومو فعال عبدالمحمد جعفري له قم ولایت څخه له ایکنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د سپیڅلي دفاع د اوونۍ په درنښت سره وویل: د ایران پرضد د عراق د صدام د تپلي جنګ په اته کلن پړاو کښې د قران کریم د قرائت غونډې د مبارزانو په تمبووانو او سنګرونو کښې ترسه کیدلې او د شپې په وخت د مبارزانو په سنګرونو کښې د قران کریم د ذکر غږونه او تلاونه پورته کیدل، په سنګرونو او پوځي کیمپونو کښې د شپې لمونځ د ایران د مبارزانو د شپې په وخت ذکرونه وو.
مونږ په جبهه کښې له قران سره مانوس وو، حتی په هغو شعرونو کښې چې د دفاعي چمتووالي لپاره مو لرل له قراني تعلیماتو څخه استفاده کوله، د سهار په وخت ورزشونو کښې مو له قراني تعلیماتو استفاده کوله او «کَم مِن فِئَةٍ قَلیلَةٍ غَلَبَت فِئَةً کَثیرَةً» مو د شعر په بڼه ویل.
هغه په دوام کښې وویل : د جنګ په جبهې کښې د شهید محسن اسماعیلي په شمول ځینې دوستان وتوانیدل قران کریم حفظ کړي ؛ هغه اخري ځل چې په چټۍ راغلی و ویلي وو چې له دیرشو جزونو څخه یوازې دوې (۲) سورې پاتې دي چې ټول قران حفظ کړي.
هغه دغه راز د باطل پرضد د حق د جنګ په جبهو کښې د خپل شتون په وخت کښې د ریاضۍ په برخه کښې د ډيپلومۍ په اخیستلو بریالی شوی و یعني د جنګ په جبهه کښې یې درس وایه او د امتحاناتو د ورکولو لپاره به ښار ته ورتله او امتحان به یې ورکاوه.
هغه وخت چې له عملیاتو پرته د هوايي دفاع په جبهه کښې وو د قران کریم سیالۍ، احکام او د ورزش سیالۍ مو لرلې.
د ایران د سپیڅلي دفاع دغه جانباز ډاګینه کړه: د دیارلس سوه شپږپنځوسم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په یودیرشمه نیټه د ایران پرضد د عراق د تپلي جنګ په پیلیدا او د ایران په ټولو نړیوالو سرحدونو باندې یعني د ایران له شمال لویدیځ رانیولي په جنوب کښې تر فارس خلیج پورې سیمو باندې د عراق د صدام په حملو او د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په حکم سره د ایران د شل میلیونه پوځ او د خلکو د عمومي بسیج کیدا په اعلان سره لومړني کسان چې د لنډې مودې او د اوږدې مودې پوځي روزنې یې وکړې د قراني غونډو غړي وو او لومړنۍ ډلې چې په بسیج ځواک کښې په ګډون سره د باطل پرضد د حق د جنګ جبهو ته ورننوتلې همدغه کسان وو.
هغه وویل دغه کسان د قران تربیت شوي او د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه له لارښوونو څخه الهام اخیستونکي وو او تل د دندې د ترسره کولو لپاره چمتو وو.
د قران کریم قاریانو په هغو غونډو کښې د بیا رغونې په جهاد کښې هم فعال ګډون درلود.
د ایران د اسلامي انقلاب په بریالیتوب او د اسلامي نظام په تثبتیدا او د تپلي جنګ په پیلیدا سره د قران په غونډو کښې ګډون کونکي د جهاد او د شهادت مخکښان وو او هغوې د باطل پرضد د حق د جنګ په جبهو کښې فعال او ملموس ګډون درلود.
د یوه بسیجي ، سپاهي او یا د پوځي په توګه تر نیواک لاندې ښارونو څخه د دښمن د شړلو او بیا درغونې د جهاد د جهادګرانو په توګه یې د خپل قائد خمیني کبیر رحمت الله علیه تر حکم لاندې فعال ګډون درلود او یوبل پسې د شهادت لوړې درجې ته رسیدل.
د ایران د سپیڅلي دفاع دغه مبارز وویل: د ایران پرضد د عراق تپلی جنګ روان و او بسیجان چې د قران او د انقلاب ګیرچاپیر راغونډ شوي وو د جنګ جبهو ته په استول کیدا او د جنګ په جبهو کښې په شتون سره یو بل پسې د اسلام او د قران د دفاع لپاره شهیدان شول او له هغه عهد او ژمنې سره چې له خپل امام سره یې د قران د الهي حکمونو د اجرا لپاره کړي وو وفا وکړه .
جعفري زیاته کړه: هغوې د قران کریم د دغه ایت یادوونکي وو «مِّنَ ٱلمُؤۡمِنِینَ رِجَالࣱ صَدَقُواْ مَا عَٰهَدُواْ ٱللَّهَ عَلَیهِۖ فَمِنهُم مَّن قَضَىٰ نَحبَهُۥ وَ مِنهُم مَّن یَنتَظِرُۖ وَ مَا بَدَّلُواْ تَبدِیلا؛ هغوې مومن کسان وو او دي چې صادقانه د هغه عهد او تړون په باره کښې چې له خدای یې سره وکړ دریدلي دي.په هغوې کښې ځینو کسانو خپل تړون پوره کړه او د شهادت شربت یې وڅښل او ځینې نور یې په انتظار دي او هغوې په خپل عهد او تړون کښې هیڅ بدلون رانه وسته.(۲۲/احزاب)