ایکنا خبري اژانس د العالم ټیلي ويژن په قول راپور ورکړ د امریکا این بي سي ټیلبي ويژن چینل د اسرائیلو د یوه چارواکي په قول راپور ورکړ: زمونږ اټکل دا دی چې د لبنان حزب الله غورځنګ به هڅه وکړي چې د دوې د قومندنۍ په مرکز باندې له حملې وروسته به په اسرائیلو باندې غچ اخیستونکي بریدونه وکړي.
د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو بیګا شپې د بیروت په ضاحیه کښې د حاره حریک سیمې په هستوګنو سیمو سختې او پرله پسې بمبارې وکړې.
د صهیونیسټ رژیم پوځ ادعا وکړه چې د دغو حملو هدف د حزب الله د اصلي قومندنۍ مرکز دی.
د صهیونیسټ رژیم دولسم ټیلي ويژن په دې هکله وویل د دغو راپورونو پراساس په بیروت باندې سختې بمبارې شوي او خبرونه د یوه مهم شخصیت دد ټرور ښودنه کوي.
د فلسطین سما خبري اژانس هم په دې هکله راپور ورکړ چې د نیواکګر رژیم پوځ لس ځله د بیروت په ضاحیه سمې بمبارې کړي دي.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ ویاند هم په دې هکله ادعا وکړه چې دغه رژیم د بیروت په جنوب کښې د ضاحیه سیمې په زړه کښې د یوه کور د لاندې د حزب الله په مرکزي ودانۍ بمباري کړي دي.
نوی خبر دا چې د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په یوې بیانیې کښې نن تائید کړه چې د دغه غورځنګ مشر سید حسن نصر الله د اسرائیلو رژیم په بیګا شپې حملې کښې له څو نورو کسانو سره یوځاې شهید شوی دی.