IQNA

د مقاومت جبهه به په صهیونیسټ رژیم باندې خپل بریدونه زیات کړي

3:41 - September 29, 2024
د خبر لمبر: 3489915
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د لبنان د حزب الله د مشر سید حسن نصر الله د شهادت په مناسبت په یوه پیغام کښې ټینګار وکړ:

د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د دفتر د اطلاع رسونې مرکز د راپور پراساس حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د مقاومت د بیرغوال او د ستر مجاهد حجت الاسلام سید حسن نصر الله د شهادت په مناسبت په یوه پیغام کښې د اسلامي امت او د مقاومت ټولې جبهې ته د حزب الله د بې ساري مشر د شهادت په هکله د مبارکۍ او د تسلیت د ویلو  او په ایران کښې د پینځه ورځې عمومي ویر د اعلانولو په ترڅ کښې ټینګار وکړ: هغه اساس چې حسن نصر الله په لبنان کښې رامینځته کړ او نورو مرکزونو ته یې قدرت وروبښه د مقاومت د ګران سید په نه شتون سره به نه یوازې له مینځه لاړ نشي بلکې د هغه او د نورو شهیدانو د وینې په برکت به نور استحکام ومومي او د صهیونیسټ رژیم مخ په زوال او وروست پیکر باندې د مقاومت د جبهې ګوزارونه به  نور هم زیات شي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود دې ته په اشارې سره چې سید حسن نصر الله رضوان الله علیه د جهاد في سبیل الله د لسګونو کلونو د مقاومت او د دغه مقاومت د سختیانو انعام د یوه سپیڅلي جنګ په بهیر کښې ترلاسه کړ وویل سید حسن نصر الله په داسې حال کښې شهید شو چې د بیروت د ضاحیه سیمې د بې پناه خلکو او د هغوې د ورانو شویو کورونو او د هغوې د شهید شویو خپلوانو د دفاع  لپاره په پلان بوخت و و هماغه شان چې لسګونو کلونه یې د فلسطین د کړیدلیو خلکو  او د غصب شویو ښارونو او کلیو او د ورانو شویو کورونو او د هغوې د وژل شویو خپلوانو د دفاع لپاره یې کلونه کلونه پلانونه جوړ کړي وو او تدبیر او جهاد یې کړی و.

حضرت ایت الله خامنه اي جوته کړه :اسلامي دنیا عظمت لرونکی شخصیت؛ او د مقاومت جبهې نامتو بیرغوال او د لبنان حزب الله بې ساری مشر له لاسه ورکړ خو د هغه د څو کلونو د تدبیر او د جهاد برکتونه به هیڅکله له لاسه ورنکړل شي.

هغه حضرت دې ته په اشارې سره د حسن نصر الله په شهادت کښې د صهیونیسټ رژيم پلید ذات بریالیتوب نه دی ترلاسه کړی زیاته کړه د مقاومت سید یو سړی نه و بلکې یو مکتب او یوه لاره وه او دغه لاره به هماغه راز دوام ولري.

د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو په تیرې جمعې شپې د لبنان د پلازمینې جنوب د بیروت په ضاحیه سیمې باندې سختې بمبارې کړي وې  چې له دغه جنایت وروسته د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصر الله له څو نورو ملګرو سره یوځاې شهید شو.

captcha