IQNA

فیلم/ د شهیدانو د پاکو مړو رایستل او په ضاحیه سیمه کښې د ښخولو لپاره چمتووالی

10:46 - September 30, 2024
د خبر لمبر: 3489923
د لبنان د بیروت په ضاحیه سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم په ترهګرو عملیاتو کښې د شهیدانو د پاکو مړیو له خاورو رایستل

 او د پیښې د ځاې  او د شهید سید حسن نصر الله په شمول د شهیدانو مړي د جنازې د لمانځه او خاورو ته د سپارل کیدا لپاره چمتو کیدا وینئ.

ایکنا خبري اژانس د لبنان د ټولنیزو چینلونو په قول راپور ورکړ د صابرین نیوز ټیلیګرام پاڼې د شهید سید حسن نصر الله د تابوت او د جنازې یو عکس خپور کړی دي.

د دغه ویډیو په دوام کښې د لبنان په ضاحیه سیمه کښې له ژورې کندې څخه د شهیدانو رایستل وینئ چې ظاهرا د اسرائیلو جنګي الوتکو په ځمکه کښې په ژور  ټونل باندې بمبارې کړي دي.

د اسرائیلو رژیم ایف پینځلس ډوله جنګي الوتکو چې د امریکا جوړې دي د روان هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په شپږمه نیټه د جمعې ورځې په مازیګر د لبنان د پلازمینې جنوب په ضاحیه سیمه کښې د لبنان د حزب الله د قومندنۍ په مرکز سختې بمبارې وکړې او د شپږو ودانیو په تباه کولو  سره یې د لبنان د حزب الله د مشر سید حسن نصر الله په شمول د حزب الله  یوشمیر قومندانان او ورسره ځینې نور ملګري شهیدان کړل.

د لبنان په پلازمینې باندې د اسرائیلو د حملو د دقیقو ځایونو عکس او د حملې له ځاې څخه خاورې ښځلې لیرې کړې شوي دي او تاسو د سید حسن نصر الله کشف شوی مړی وینئ.

د ویډیو په دوام کښې د لبنان په ضاحیه سیمې باندې د صهیونیسټ رژیم د شهیدانو د پاکو مړیو چمتو کیدل وینئ.

تراوسه د لبنان د حزب الله د مشر شهید سید حسن نصر الله ، د سردار شهید حاج «سمیر توفیق دیب »چې په «حاجي جهاد» مشهور و، شهید مشر «حاجي علي کرکي» چې په «حاجي ابوالفضل» مشهور و، شهید «حاجي محمد حبیب خیرالدین » چې په «حاجي حسن» مشهور وو شهید کیدل تائید شوي دي.

د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د روان هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په اوومه نیټه د یوې اطلاعیې په خپرولو سره د حزب الله د مشر سید حسن نصر اله د شهادت خبر ورکړ.

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4239490

captcha