او د پیښې د ځاې او د شهید سید حسن نصر الله په شمول د شهیدانو مړي د جنازې د لمانځه او خاورو ته د سپارل کیدا لپاره چمتو کیدا وینئ.
ایکنا خبري اژانس د لبنان د ټولنیزو چینلونو په قول راپور ورکړ د صابرین نیوز ټیلیګرام پاڼې د شهید سید حسن نصر الله د تابوت او د جنازې یو عکس خپور کړی دي.
د دغه ویډیو په دوام کښې د لبنان په ضاحیه سیمه کښې له ژورې کندې څخه د شهیدانو رایستل وینئ چې ظاهرا د اسرائیلو جنګي الوتکو په ځمکه کښې په ژور ټونل باندې بمبارې کړي دي.
د اسرائیلو رژیم ایف پینځلس ډوله جنګي الوتکو چې د امریکا جوړې دي د روان هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په شپږمه نیټه د جمعې ورځې په مازیګر د لبنان د پلازمینې جنوب په ضاحیه سیمه کښې د لبنان د حزب الله د قومندنۍ په مرکز سختې بمبارې وکړې او د شپږو ودانیو په تباه کولو سره یې د لبنان د حزب الله د مشر سید حسن نصر الله په شمول د حزب الله یوشمیر قومندانان او ورسره ځینې نور ملګري شهیدان کړل.
د لبنان په پلازمینې باندې د اسرائیلو د حملو د دقیقو ځایونو عکس او د حملې له ځاې څخه خاورې ښځلې لیرې کړې شوي دي او تاسو د سید حسن نصر الله کشف شوی مړی وینئ.
د ویډیو په دوام کښې د لبنان په ضاحیه سیمې باندې د صهیونیسټ رژیم د شهیدانو د پاکو مړیو چمتو کیدل وینئ.
تراوسه د لبنان د حزب الله د مشر شهید سید حسن نصر الله ، د سردار شهید حاج «سمیر توفیق دیب »چې په «حاجي جهاد» مشهور و، شهید مشر «حاجي علي کرکي» چې په «حاجي ابوالفضل» مشهور و، شهید «حاجي محمد حبیب خیرالدین » چې په «حاجي حسن» مشهور وو شهید کیدل تائید شوي دي.
د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د روان هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په اوومه نیټه د یوې اطلاعیې په خپرولو سره د حزب الله د مشر سید حسن نصر اله د شهادت خبر ورکړ.