د قراني کلتور د پراختیا د شورا په درې شپیتمې غونډې کښې د شهید سید حسن نصر الله د ارزو په توګه د مقاومت د حوزې د هیوادونو د قراني نړیوالو سیالیو د ترسره کیدا په توګه یاد او بیان شول چې د قران د سیالیو لومړی پړاو د روان کال له ختمیدا مخکې ترسره کیږي.
ایکنا خبري اژانس راپور راکړی د قراني کلتور د پراختیا د شورا درې شپیتمه غونډه د تلې د میاشتې په اتمه نیټه د دغه شورا په دارالانشا کښې د قراني کلتور د پراختیا د شورا د مشر حجت الاسلام و المسلمین محمد قمي په شتون سره ترسره شوه.
د مقاومت د سید د درنښت لپاره د قراني ادارو فیصلې :
د دغه غونډې په پیل او له لومړۍ اجنډا مخکې د قران د لوړې شورا د ښوونې ، څیړنې او د ارتباطاتو د شورا مرستیال محمد تقي میرزا جاني د سید حسن نصر الله د شهادت په هکله د ایران د قراني ټولنې په فعالیتونو او اقداماتو باندې د غور لپاره د قراني ادارو د غونډې د ترسره کولو ته اشاره وکړه.
هغه دې ته په اشارې سره چې په دغو موقعیتونو کښې د قراني ټولنې رول ډیر د قراني ښکارندو د تبین حوزې ته اوړیدلی دی وویل: دغه قراني تبین ډیر په ټولنه کې د هیلې د رامینځته کولو په کړچار سره ترسره کیږي.
دغه راز د دغو قراني تبینونو لپاره له اینټرنیټ او د نفوذ لرونکو رسنیو له ظرفیت څخه استفاده وشي چې دغه موضوع ته په ښه ډول انعکاس ورکړل شي.
میرزا جاني ډاګینه کړه: په دغه غونډه کښې په مطرح شویو بحث وړ موضوګانو کښې د لبنان د ژوبلو کسانو د عیادت بحث چې په ایران کښې تر درملنې دي، لبنان ته د استولو لپاره د قران د خاوندانو د نومونو ثبتولو، د مالي ملاتړ موضوع ، د ارګانونو لخوا د قران د غونډو ترسره کول او په نهایت کښې د قران د سترو محفلونو او د غونډو ترسره کول وو.
د قران د محفلونو په زمینه کښې پلانونه وشوه چې په روانه اوونۍ کښې په تهران کښې یو ستر قراني محفل وشي.
دغه راز د ایران د قراني ټولنې لخوا د اسلامي انقلاب د ستر لارښود ته لبیک هم وویل شو.
د قران کریم په زمینه کښې د مقاومت د سید ارزو:-
ایکنا خبری اژانس راپور راکړ د دغه برخې په دوام کښې د ایران د قران او د عترت د تشکلونو او د موسسو د اتحادیې عامل مدیر محمد انجم شجاع د سید حسن نصر الله د خاطرې په بیانولو سره وویل : لبنان ته د قران کریم د قاریانو او د حافظانو د استولو په وخت یوې ډلې د لبنان د حزب الله له مشر سره کتنه وکړه هغه په همدغه کتنه کښې وفرمائیل ایا یوه ورځ رارسیږي چې د لبنان شیعه مسلمانان د یوه لاس د ګوتو په اندازه د قران حافظان ولري؟
انجم شجاع وویل د قران کریم د هغو قاریانو او حافظانو په زیار چې له ایران څخه لبنان ته واستول شول په ورپسې غونډو کښې چې د هغه په خدمت کښې دغه ارزو لا ستره شوه او لوړه شوه او د همدغو استول شویو قاریانو او دغه سرلوړي شهید په زیار د قراني ټولنې په نوم سره تر ټولو ستره قراني او ولسي موسسه جوړه شوه چې همدا اوس د قران یوه ستره مرجع ده او په دې ډول چې حتی د قران کریم د نړیوالو سیالیو لپاره جیوریسټان استوي.
د قران او د عترت د تشکلونو او د موسسو د اتحادیې عامل مدیر په دوام کښې د مقاومت د حوزې د هیوادونو د قران د نړیالو سیالیو د ترسره کیدا لپاره د شهید سید حسن نصر الله ارزو بیان کړه او ویې ویل :له دوستانو زما غوښتنه دا ده چې د مقاومت د سید د دغه ارزو د تحقق لپاره ګام پورته کړي.
د مقاومت د حوزې د قران د نړیوالو سیالیو ترسره کیدل:-
د اوقافو او د خیریه چارو د ادارې د قراني چارو د مرکز مشر حمید مجیدي مهر هم په دوام کښې د سید حسن نصر الله له موضوع سره مطرح شوي خبرې بیان کړې: د روان هجري لمریز کال له غبرګولي میاشتې راهسې د ایران د سپاه قدس ځواک په ودانۍ کښې د مقاومت د حوزې د هیوادونو د قران د نړیوالو سیالیو د لومړي پړاو د ترسره کیدا لپاره کوټلي غونډې وشوې.
په دغه غونډې کښې د لبنان د حزب الله یوشمیر استازیو هم ګډون درلود.