ایکنا خبري اژانس د ایم ټکی ایم ای دوه (۲m.ma) په قول راپور راکړی د قران کریم دغه سیالۍ د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې له اوویشتمې نیټې څخه پیل شوې او د تلې د میاشتې په اتمه نیټه پاې ته ورسیدلې.
د اتو څلویښتو افریقايي هیوادونو استازیو په انلاین بڼه او له لیرو سیمو څخه په دغه سیالیو کښې ګډون وکړ او د دغو سیالیو د جیوریسټانو په کمیټۍ کښې د مراکش او د نورو افریقايي هیوادونو جیوریسټانو په حضوري ډول په فاس ښار کښې د ګډون کونکو کسانو سیالۍ وجاجولې.
د موریتانیا ښاریز« شیخ النیه عبدالدائم» د« ورش» په روایت سره په ترتیل سره د ټول قران د حفظ په څانګه کښې لومړی مقام ترلاسه کړ.
د نایجریا ښاریز حسن علي مقداد او د بورکینافانو ښاریز اسامه زونګو په دغه برخه کښې دوهم او دریم مقام ترلاسه کړ.
دغه راز په بیلابیلو روایاتونو او قرائتونو سره په ترتیل سره د ټول قران د حفظ په څانګه کښې د یوګانډا هیواد ښاریز عبدالرحمن یاسین اول مقام ترلاسه کړ او د سومالیا ښاریز محمد ابراهیم احمد او د موریس جمهوریت ښاریز شوثي شبل بن شبیر دوهم او دریم مقام ترلاسه کړ.
د کابو پینځو جزونو په حفظ کولو سره د قرائت په تجوید کښې د انګولا هیواد ښاریز مودي یوري مارټینو لومړی مقام ترلاسه کړ او دوهم مقام هم د سینیګال هیواد ښاریز محمد البشیر نیانګ او دریم مقام د جنوبي افریقا ښاریز عبدالفتاح علي ترلاسه کړ.
د محمد سادس د افریقا د علماو د فاونډیشن دارالانشا دوې(۲) جایزې د ښځو او د سړیو تر ټولو کوچنیو ګډون کونکو ته ورکړې چې د غنا هیواد څوارلس کلنې انجلۍ محبت محمد الخامس د ښځو په برخه او د برونډي هیواد اوه کلن ماشوم هکزیمانان یوسف هم د سړیو په څانګه کښې د کابو پینځو جزونو په حفظ کولو سره د تجوید په دوو څانګو کښې جایزې ترلاسه کړې.
https://iqna.ir/fa/news/4239912