د ایران لخوا په صهیونیسټ رژیم باندې د توغندوي حملو ته په غبرګون کښې واټونو ته راووتل او د ایران له ښاریزو سره یوځاې یې د اسرائیلو جنایتونو ته د ایران د سپاه پاسداران ځواک د غاښ ماتونکي ځواب درنښت وکړ او د شکر سجدې یې وکړې.
ایکنا خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ويژن په قول راپور راکړی په سیمه کښې او په لبنان او غزې کښې د ملکي وګړو پرضد د صهیونیسټ رژیم یو کاله وحشي توب او د لبنان د حزب الله د سرمنشي سید حسن نصر الله ټرور او د حماس د سیاسي د فتر د مشر اسماعیل هنیه ټرور ته د ایران پریکنده توغندوي ځواب د فلسطینیانو له هرکلي سره مخامخ شو.
په رسنیو کښې د خپرو شویو ویډیوګانو پراساس د غزې خلک د صهیونیسټ رژيم وروستیو جنایتونو ته د ایران د توغندوي ځواب د خبر له خپریدا وروسته واټونو ته راووتل او خوشحالۍ یې وکړې او د ایران د توغندوي حملې ملاتړ یې وکړ.
فلسطیني کډوال په واټونو کښې په راغونډیدا سره په نیواکي ټاټوبو باندې د ایران د حملې او له صهیونیسټي دښمن څخه د بدل په اخیستلو باندې خوشحاله دي.
دغه راز د یمن خلک هم د صهیونیسټ رژیم پرضد د ایران له توغندوي حملو وروسته واټونو ته راووتل.
د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته د ایران د اسلامي جمهوریت له توغندوي ځواب وروسته چې د نیواکي ټاټوبو دننه د دغه رژیم په پوځي مرکزونو باندې حملو سره ترسره شو د یمن خلک وړمه ورځ واټونو ته راووتل او د ایران د حملو ستاینه یې وکړه.
د هغو تصویرونو پراساس چې د المسیره ټیلي ويژن اینټرنیټ پاڼې خپاره کړي دي د یمن خلک په پلازمینې صنعا کښې د صهیونیسټ رژيم پرضد د شعارونو د ورکولو په حال کښې وو.
په همدې اساس د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک په یوې بیانیې کښې وویل د شهید اسماعیل هنیه ، د شهید سید حسن نصر الله او د شهید نیلفروشان شهادت ته په ځواب کښې مو د نیواکي ټاټوبو په زړه او د تل اویو په خواوشا کښې د صهیونیسټ رژیم په دریو پوځي اډو بریدونه کړي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4240072