IQNA

د ربیع الثاني د میاشتې اعمال

13:02 - October 05, 2024
د خبر لمبر: 3489949
د ربیع الثاني » د میاشتې په لومړۍ شپه د دوه رکعته لمونځو کولو سپارښتنه شوي ده.

 د ربیع الثاني د میاشتې اعمالدغه راز په دغه میاشت کښې د رژوې ساتل او په تیره بیا د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام زیارت ته ورتلل زیات فضلیت لري.
ایکنا خبري اژانس راپور راکړی نن د ربیع الثاني د میاشتې لومړۍ نیټه ده.
د ربیع الثانی د میاشتې لپاره هم د نورو هجري قمري میاشتو په شان د مستحبو اعمالو سپارښتنه شوي ده.
د ربیع الثاني میاشتې  ترټولو مهم اعمال څرنګه چې په ټولو قمري میاشتو کښې په کتابونو کښې دعا ذکر شوي ده دعا او په اول میاشت کښې لمونځ کول دي.
د سیدین طاووس دعا داسې دعا ده چې د هغه لوستل د ربیع الثاني د میاشتې په لومړۍ نیټه سپارښتنه شوي ده  او په پکښې ویل شوي دي. : «اللّهُمَّ أَنْتَ إِلهُ کلِّ شَی‌ءٍ، وَ خالِقُ کلِّ شَی‌ءٍ وَ مالِک کلِّ شَی‌ءٍ وَ رَبُّ کلِّ شَی‌ءٍ، أَسْأَلُک بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقی، وَ الْغایةِ وَ الْمُنْتَهی، وَ بِما خالَفْتَ بِهِ بَینَ الْأَنْوارِ وَ الظُّلُماتِ، وَ الْجَنَّةِ وَ النّارِ، وَ الدُّنْیا وَ الاخِرَةِ، وَ بِأَعْظَمِ أَسْمائِک فِی اللَّوْحِ الْمَحْفُوظِ، وَ أَتَمِّ أَسْمائِک فِی التَّوْراةِ نَبْلًا وَ أَزْهَرِ أَسْمائِک فِی الزَّبُورِ عِزّاً، وَ أَجَلِّ أَسْمائِک فِی الانْجِیلِ قَدْراً، وَ أَرْفَعِ أَسْمائِک فِی الْقُرْآنِ ذِکراً، وَ أَعْظَمِ أَسْمائِک فِی الْکتُبِ الْمُنْزِلَةِ وَ أَفْضَلِها، وَ أَسَرِّ أَسْمائِک فِی نَفْسِک، الَّذِی لَیسَ کمِثْلِهِ شَی‌ءٌ. وَ أَسْأَلُک بِعِزَّتِک وَ قُدْرَتِک وَ بِالْعَرْشِ الْعَظِیمِ وَ ما حَمَلَ، وَ بِالْکرْسِی الْکرِیمِ وَ ما وَسِعَ، أَنْ تُصَلِّی عَلی مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ، وَ تُبِیحَ لِی مِنْ عِنْدِک فَرَجَک الْقَرِیبَ الْعَظِیمَ الْأَعْظَمَ، اللَّهُمَّ أَتْمِمْ عَلَی إحْسانَک الْقَدِیمَ الْأَقْدَمَ، وَ تابِعْ إِلَی مَعْرُوفَک الدّائِمَ الْأَدْوَمَ، وَ انْعِشْنِی بِعِزِّ جَلالِک الْکرِیمِ الْأَکرَمِ.»
دغه راز د ربیع الثاني په لومړۍ شپه د دوه رکعته لمونځ کولو سپارښتنه شوي ده چې د دغه لمانځه په اول رکعت کښې له حمد سورې وروسته دیرش ځله قل هو الله سوره او په دوهم رکعت کښې له حمد سورې وروسته دیرش ځله انا انزلناه سوره لوستل کیږي؛ دغه راز له دغه لمانځه وروسته د صدقې ورکول ډیر ثواب لري.
د شیخ عباس قمي په «مفاتیح الجنان» کتاب کښې د بیان شوي مطلب پراساس په ربیع الثاني میاشت کښې د روژې ساتل او د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام زیارت ته ورتلل ډیر فضلیت لري ، ځکه دغه میاشت کښې د شیعه مسلمانانو د یولسم امام حضرت امام حسن عسکري علیه السلام زوکړه ده.
د علامه مجلسي په «زاد المعاد» کتاب کښې هم دغه ورځ ډیره شریفه او مبارکه ورځ معرفي شوي ده او دعا کول او لمونځ کول د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام د زوکړې د ورځې فضلیت لرونکي او  ارزښتمن اعمال بیان شوي دي.
په ربیع الثاني میاشت کښې په مهمو پیښو کښې د حضرت عبدالعظیم حسني زوکړه ده چې د ربیع الثاني د میاشتې په څلورمه ورځ زیږیدلی دی.
هغه د امام جواد علیه السلام او د امام هادي علیه السلام اصحاب و او د ایمه علیهم  السلام زیات روایتونه یې نقل کړي دي.
د ربیع الثاني میاشتې لسمه نیټه د حضرت بې بي معصومه سلام الله علیها د وفات له کلیزې سره سمون خوري.
فاطمه ثاني د ایران په اسمان کښې د ځلانده غمي په توګه ځلیږي.
حضرت بي بي معصومه س  په اهل بیت علیهم السلام کښې ځانګړی مقام لري او ائمه معصومین علیهم السلام هغې ته خاص توجه او عنایت لري. په دې ډول چې حضرت جواد علیه السلام فرمایلي دي: هرڅوک چې د ایران په قم کښې زما د ترور  د حضرت معصومه علیه السلام  زیارت وکړي نو د بهشت خاوندان به وي.»
https://iqna.ir/fa/news/4240493

captcha