IQNA

په سیمه او لویدیځو رسنیو کښې د اسلامي انقلاب د مشر د جمعې لمانځه د خطبو انعکاس

6:21 - October 06, 2024
د خبر لمبر: 3489955
د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په مشرۍ د وړمه ورځې د جمعې د لمانځه خطبو د سیمې په ټولنیزو اینترنیټ شبکو او رسنیو کښې پراخ انعکاس درلود.

ایکنا خبري اژانس راپور راکړی« اخبار الجزایر» نړیوال ټیلي ويژن چینل راپور ورکړ د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود ایت الله العظمی سید علي خامنه اي دې ته په اشارې سره دپه سیمه او لویدیځو رسنیو  کښې د اسلامي انقلاب د مشر د جمعې لمانځه د خطبو انعکاس زور ویونکو او د مستکبرانو سیاست د مسلمانانو ترمینځ د اختلاف او د تفرقې د رامینځته کولو پراساس دی زیاته کړه؛ هر ملت حق لري چې د غاصبانو او د نیواکګرانو په مقابل کښې د خپل ټاټوبي او د واکمنۍ دفاع وکړي.
د الجزایر دغه ټیلي ويژن د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په قول وویل د اسلامي امت دښمن هماغه د فلسطین د لبنان او  د یمن  د خلکو دښمن دی.
د لبنان العهد ټیلي ويژن هم د حضرت ایت الله العظمی  سید علي خامنه اي  په قول راپور ورکړ :هغه کسان چې د فلسطین له خلکو سره مرسته کوي خپله دیني دنده ترسره کوي هیڅوک نشي کولای اعتراض وکړي چې تاسو ولې د غزې دفاع کوئ.
العهد زیاته کړه امام خامنه اي د طوفان الاقصی عملیات د  فلسطین د ملت منطقي ، صحیح او په حقه حرکت وباله او ویې فرمائیل د فلسطین له خلکو د لبنان د ولس زړوره دفاع جایزه او قانوني ده او هیڅوک حق نلري له غزې څخه د لبنان د خلکو په ملاتړ او دفاع کولو نیوکه وکړي.
العهد زیاته کړه: امام خامنه اي صهیونیسټ رژیم ته د ایران وروستي توغندوي ځواب ته په اشارې سره وویل د دغه دندې په ترسره کولو کښې نه ځنډ کوو او نه بیړه.
العهد ټیلي ويژن دغه راز زیاته کړه امام خامنه اي د صهیونیسټ رژيم پرضد د ایران وروستي توغندوي عملیات شرعي او قانوني وبلل.
المیادین ټیلي ويژن هم د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود څرګندونو ته په انعکاس ورکولو سره وویل: ایت الله خامنه اي د اسلامي هیوادونو ترمینځ د تفرقې د رامینځته کولو لپاره د اسلام د دښمانانو هڅې ته په اشارې سره وویل نن سبا اسلامي امت خبر شوی او د مسلمانانو د دښمانانو په دغو پلانونو باندې به  بریالی شي.
د سوریې د راډیو او ټیلي ويژن ادارې هم زیاته  کړه: ایت الله سید علي خامنه اي دغه ټکي ته اشاره وکړه چې د اسلام د دښمانانو سیاست د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې اچونې او د شخړې د رامینځته کولو پراساس دی وفرمائیل د اسلامي امت دښمانان هماغه د لبنان ، د فلسطین د ایران او د سوریې دښمانان دي.
د عراق الغد ټیلي ويژن هم د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د وینا په خپرولو سره وویل امام خامنه اي وفرمائیل چې له افغانستان څخه تر یمن او له ایران څخه تر غزې او لبنان پورې د اسلامي امت د دفاع لپاره باید خپل دفاعي کمربند پیاوړی وتړو.
د قطر الجزیرې ټیلي ويژن هم زیاته کړه د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود ایت الله خامنه اي له غزې د حزب الله دفاع کول  او له مسجد الاقصی ملاتړ د ټولې سیمې حیاتي خدمت وباله او زیاته یې کړه :هر ګوزار چې غاصب صهیونیسټ رژيم ته ورکول کیږي د سیمې او د ټول بشریت خدمت کول دي.
المسیره ټیلي ويژن وویل مقاومت د خپلو قومندانانو په شهادت سره شاتګ نه کوي.
د یمن المسیره ټیلي ويژن پرون په خپل راپور کښې د تهران د  جمعې لمانځه د خطبو په ارتباط  یوه برخه د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د جمعې لمانځه خطبو ته بیله کړه. حضرت ایت الله خامنه اي په دغو خطبو کښې ټینګار وکړ :مقاومت به هیڅکله د خپلو قومندانانو په شهادت سره شاتګ ونکړي او  بریالیتوب به تل د مقاومت مرسته کونکی او ملګری وي.
د ترکیې این ټي ټیلي ويژن وویل ایران خپل اقتدار نندرې ته وړاندی کړ.
د ترکیې د این ټي وي ټیلي ويژن چینل خبریال هم راپور ورکړ مونږ د تهران د جمعې په لمانځه کښې د خلکو د بې ساري شتون کتونکي یوو.
ایت ا لله خامنه اي د ظفر او بریالیتوب خطبې ورکړې.
فرانسې خبري اژانس ( اژانس فرانس پرس) د ایران د ستر لارښود د وینا په انعکاس کښې وویل : د ایران مشر په اسرائیلو باندې له حملې وروسته د وینا په وخت له ځان سره وسله هم درلودله.
دغه خبري اژانس زیاته کړه ایت الله خامنه اي په تیرو پینځو کلونو کښې پرون په خپلې لومړنۍ وینا کښې د  زرګونو لمونځ ګزارو لپاره چې د مقاومت د چورلیز د ارواښاد مشر عسکونه او د د امریکا او د اسرائیلو پرضد یې انځورونه په لاسونو کښې نیولي وو وینا وکړه.
د فلسطین شهاب نیوز اینټرنیټ پاڼې هم راپور ورکړ: د ایران خلکو پرون د تهران په جمعې لمانځه کښې چې پکښې د شهید حسن نصر الله د درنښت مراسم هم وشول ګڼ شمیر سره ګډون وکړ.
د امریکا سي این این ټیلي ويژن هم د پرون ورځې د جمعې لمانځه په خطبو کښې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي شتون ته په اشارې سره د دغه شتون په اهمیت باندې ټینګار سره ولیکل: دا د سردار قاسم سلیماني  له شهادت او په عراق کښې د امریکا په عین الاسد هوايي اډې باندې  له حملې وروسته د تهران د جمعې ورځې په لمانځه کښې د ایت الله خامنه اي لومړی شتون و.
رویټرز خبري اژانس هم په ژوندۍ بڼه د ایران د اسلامي  انقلاب د ستر لارښود وینا خپره کړه.
رویټرز خبري اژانس د ژوندۍ وینا د سټیکر په لګولو سره د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د ویناو ځینې برخې خپرې کړې.
رویټرز خبري اژانس  د مشر تابه د ستر مقام د وینا څو ټکی په دې ډول خپرې کړي دي:
د ایران ستر مشر وویل مسلمان هیوادونه ګډ دښمن لري.
باید له افغانستانه تر یمن پورې په ټولو اسلامي هیوادونو کښې د دفاع او د خپلواکۍ کمربند محکم وتړو.
د فلسطین ملت حق لري د هغه دښمن په مقابل کښې چې ژوند یې ورته تباه کړي دی ودریږي.
د پاکستان په رسنیو کښې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د خطبو پراخ انعکاس
د پاکستان خبري چینلونو د خپلو  عادي پروګرامونو په غوڅولو سره د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په وینا سره د تهران د جمعې لمانځه د خطبو په ژوندۍ بڼه خپرولو ته مخه کړه.
د پاکستان رسنیو په دغه مسلې تمرکز وکړ چې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي  د مقاوت له جبهې او  فلسطین څخه په پریکنده ملاتړونو ټینګار وکړ او د صهیونیسټ رژیم له هر ډول تیري سره په مقابلې کښې یې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د بشپړه چمتووالي خبر ورکړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4240553

captcha