IQNA

د محمد هادي منصوریان فر ژوند ته کتنه

6:33 - October 06, 2024
د خبر لمبر: 3489957
سخت کوشش کونکی قراني سفیر ؛ د علم له ترلاسه کولو د حقیقي دیندارۍ تر معرفي کیدا پورې+ فیلم

مرحوم محمد هادي منصوریان فر د علم د ترلاسه کولو په څنګ کښې د دنیا په یوه معتبر پوهنتون کښې په اسټرالیا کښې د قران په ترویجي او تبلیغي فعالیت  بوخت و.

هغه ښکلی غږ درلود او په قرائت تحقیق او ترتیل باندې مسلط و او هغه په حقه د ایران لپاره وړ قراني سفیر و.

ایکنا خبري اژانس راپور ورکړ د روان کال د غوايي د میاشتې پینځمه نیټه وه چې د محصیلینو د قراني سیالیو مقام لرونکی او د قران کریم قاري محمد هادي منصوریان فر په یوې ټرافیکي پیښه کښې ووژل شو او هغه په اسټرالیا کښې وسید او له خپلې کورنۍ سره د کتنې لپاره ایران ته راغلی و.

د مرحوم منصوریان فر مړی د غوايي د میاشتې په شپږمه نیټه د اصفهان په بهشت رضوان هدیرې کښې خاورو ته وسپارل شو.

د محمد هادي منصوریان فر د ژوند د یوې برخې په دوام کښې د هغه د خور مریم منصوریان فر لخوا چې هغه هم د قران کریم د سیالیو یوه فعاله او جیوریسټه ده د هغه د ژوند یوه برخه لولو.

مرحوم محمد هادي منصوریان فرد د دیارلس سوه اته شپیتم هجري لمریز کال په سلواغې میاشت کښې زیږیدلی و.

هغه له ابتدايي څخه تر لیسې پورې د زده کړې ټول پړاونه د زده کړې په هر یوه پړاو کښې په ځلانده توګه پاې ته ورسول او د زده کړې په وخت یې د اصفهان ښار د قران د زده کړې په غونډو کښې هم  ګډون کاوه او یوشمیر بریالیتوبونه یې هم ترلاسه کړي وو چې پکښې د محصیلینو د قران په سیالیو کښې د مقام ترلاسه کول شامل دي چې له خپلې خور سره یوځاې یې په دغو سیالیو کښې ګډون کاوه.

هغه دایران له یزد پوهنتون څخه د سیول انجنیرینګ په برخه کښې فارغ التحصیل و او د اصفهان له صنعتي پوهنتون څخه د ټرافیک او د ټرانسپورټ د انجنیرۍ په څنګه کښې زده کړې کړي و او دغه زده کړه یې په نولس معادلو سره پاې ته رسولي وه.

د مرحوم محمد هادي منصوریان فر د تلاوت د غږ بیلګه

د ایران دغه ارواښاد قاري د محرم د میاشتې په ورځو یا حسیني اربعین کښې له یوشمیر محصیلینو سره یوځاې د خپل د زده کړې په ځاې کښې نندرتون ترسره کاوه او د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه حضرت د پاڅون د هدف او  د شیعه مسلمانانو د ماتم  د علت په هکله یې  غیر مسلمانو محصیلینو ته توضیحات ورکول.

په اسټرالیا کښې د تحصیل په وخت د مرحوم منصوریان فر په کلتوري اقداماتو کښې د بیت الزینب سلام الله علیها په کلتوري مرکز او په امام حسن علیه السلام کلتوري مرکز کښې فعالیت و چې د قراني او د کلتوري پروګرامونو په ترسره کولو کښې یې رغنده رول درلود او هغه وتوانید چې له علم او پوهې سره د یوه  مینه لرونکي ایراني وګړي په توګه الهي یعني د قران غږ هم په خپل ښکلي اواز سره په  اسټرالیا کښې بیان کړي.

مرحوم  منصوریان فر په سیډڼي ښار کښې په بیان شویو مرکزونو او د لبنان د پاکستان او د افغانستان وغیره وغیره د شیعه مسلمانانو او د نورو مسلمانانو د راغونډیدا په ځایونو کښې په روژې مبارکې میاشت کښې د قران کریم تلاوتونه کول او د دغو ځایونو د قران کریم په نورو پروګرامونو کښې یې هم ګډون کاوه.

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4239032

 

 

captcha