IQNA

دطوفان الاقصی عملیاتو لومړنۍ کلیزه او د پاکستان د ولس پيوستون(فیلم)

6:36 - October 07, 2024
د خبر لمبر: 3489958
ایکنا - د پاکستان ولس د فلسطین او لبنان د مظلومو خلکو په ملاتړ کې د کراچی پشمول په ریاترو ښارونو کې میلیوني مظاهرې وکړې

 ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړی،د پاکستان د کراچۍ په شمول په سترو ښارونو کې په میلیونونو پاکستانیانو  د غزې تړانګې او لبنان  پر مظلومو خلکو باندې د  اسرائيلو او د هغو دملاتړو  له خوا په وحشي ډول جنایتونو  او نسل وژنې باندې په اعتراض کې سترې مظاهرې وکړې.

په راپور کې وئيل شوي دي ، د کراچۍ ښار په  لکونو خلکو  پرون  د فلسطین او لبنان له مظلومو خلکو سره  د پیوستون ستره غونډه جوړه کړه او د لبیک یا اقصی ،لبیک یا غزې   په چغو پورته کولو سره ئې  د مقاومت جبهې په تیره بیا د فلسطین او لبنان له مبارزو خلکو سره  خپل پيوستون نندارې ته وړاندې کړ.

مظاهره چیانو د پاکستان په کراچۍ ښار  او نورو ښارونو کې د مقاومتي جبهې د شهیدو کمانډرانو د تصویرونو  او د فلسطین  او لبنا د بیرغونو په اوچتولو سره  د امریکا او نسل وژونکي اسرائيلو په ضد سخت شعارونه ورکړل.

 همداراز د ملی یکجهتي کونسل له خوا   هم د طوفان الاقصی  دعملیاتو د لومړنۍ کلیزې  په مناسبت د  غزې او فلسطین له خلکو سره د پيوستون  په خاطر د بلوچستان صوبې په کویټه کې د پيوستون سمینار ترسره شو چې پکې مذهبی او سیاسي او کلتوری شخصیّتونو  ګډون  او ویناوې وکړې.

داپه داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده ، دپاکستان  د اسلام اباد پشمول په  نورو ښارونو کې  دفلسطین او لبنان له مظلومو خلکو سره دپیوستون  میلیوني  لاریونونه ترسره شي  او وحشي اسرائيلیانو ته وښئ چې  د فلسطین او لبنان ولس یوازې نه دی او  په درستې نړۍ کې  ملاتړي هماغه شان په زیاتیدا دي.

په کراچۍ کې د  جماعت اسلامی ګوند  مشر حافظ نعیم الرحمان په دغې لوئې غونډې کې  د اسرائيلو دنیواکګرۍ  په ضد د فلسطینیو اتلو مبارزانو  په تیره بیا د وحشي صهیونیسټي رژيم  په ضد د ایران د اسلامی جمهوریت  توغندوي عملیاتو په قدرونې او ستاینې سره ، په سیمې کې د جنایتکارو صهیونیسټانو د زیاتیدونکو  بلاګانو  په ضد  د اسلامی هیوادونو د یووموټي  غبرګون غوښته وکړه او وې وئيل، امریکال د فلسطینیانو د نسل وژنې  لپاره د  جنایتکار صهونیسټي رژيم  د اړتیاؤ تامینونکې ده او په حقیقت کې امریکایان ددغو ډله ایزو وژلو پشتیبانان دي.

https://www.irna.ir/news/85619390/   

captcha