د مالیزیا د قران د نړیوالو سیالیو د څلورشپیتم پړاو پرانیستونکي مراسم د دغه هیواد د لومړي وزیر انور ابراهیم په وینا سره پیل شول.
د قران کریم د دغو سیالیو په دغه پړاو کښې د دنیا د یو اویا هیوادونو دوه نوي(۹۲) ګډون کونکي د قران کریم د حفظ او د قران مجید د قرائت په برخو کشې له یوبل سره مقابله کوي.