IQNA

امریکا او اسرائیل د لبنان په جنګ کښې له لاسه د وتلي دبدبې د بیرته راګرځولو هڅه کوي

15:16 - October 07, 2024
د خبر لمبر: 3489965
د لبنان شناندي بلال اللقیس له ایکنا خبري اژانس سره په مرکه کښې ټینګار وکړ :

په اوسني وخت کښې تر ټولو خطرناکه مسله دا ده چې د لبنان پرضد د امریکا او د اسرائیلو د جنګ ماهیت استثنايي او تاریخي دی او ممکنه ده چې په سیمه کښې د خپلې سلطې د بیا ټینګولو لپاره د لویدیځو هیوادونو اخري هڅه وي او داسې ښکاري که چیرې په دغه جنګ کښې ماتي وخوري نور قدرت نلري چې په خپلو پښو ودریږي.
بلال اللقیس په نولس سوه اوه اویایم میلادي کال کښې د لبنان په پلازمینې بیروت کښې زیږیدلی او د لبنان له پوهنتون څخه یې د ریاضیانو په څانګه کې زده کړې کړي دي.
هغه د سیاسي علومو یعني پولیټیکل ساینس په څانګه کښې د پې ایچ ډي سند د لبنان له پوهنتون څخه ترلاسه کړی دی او په سیاسي او ټولنیزو څیړنو سربیره د پوهنتون استاد او د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د سیاسي شورا غړی هم دی.
د طوفان الاقصی د عملیاتو د لومړۍ کلیزې په درشل کښې چې نن ده او دغه راز د لبنان د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم له جنایتونو او د لبنان د حزب الله د ارواښاد مشر سید حسن نصر الله له شهادت سره یوځاې د لبنان د سیاسي چارو شناند او د پوهنتون استاد ډاکټر بلال اللقیس هم له ایکنا خبري اژان سره په دغو  موضوعګانو خبرې کړي دي.
بلال اللقیس په پیل کښې د طوفان الاقصی د عملیاتو لومړۍ کلیزې ته په اشارې سره له متعال خدای څخه وغوښتل چې د امت د تاریخ د دغه استثنايي مرحلې او د دغه تاریخي پیښې د ټولو مجاهدینو او صابرینو اعمالونه په خپل در کښې قبول کړي.
هغه وویل څه د پاسه څلویښت کاله کیږي چې د ایران اسلامي جمهوریت له ډول ډول چیلنجونو، اقتصادي دباونو او ظلم او ستم سره مخامخ دی خو ایران تل د نورو مستضعفو  ملتونو لپاره چې د انقلاب غوښتونکي دي ملاتړی او ملګری دی.
هغه وویل د فلسطین او د لبنان خلک له ایران پرته کوم ملاتړی نه لري.
بلال اللقیس ټینګار وکړ: د لبنان او د فلسطین ملتونه چې هر وخت فیصله وکړي چې د دښمن پرضد پاڅون وکړي په ټوله دنیا کښې د ایران له ملت پرته بل څوک په خپل څنګ کښې نه ویني نو ځکه خو زه له زړه د ایران د ملت مننه کوم؛ داسې ملت چې د ټولې دنیا لخوا یې ټول سیاسي او اقتصادي دباونو زغملي دي ځکه چې د استکباري دنیا او د لویدیځو هیوادونو هدف د ایران د ملت نابودول دي خو د ایران ملت اوس هم پایداره او په خپل ځاې ولاړ دی.
هغه دې ته په اشارې سره چې مونږ همدا اوس د لبنان په جنګ کښې د جګړې په زړه کښې پراته یوو او د اسرائیلو جنګي الوتکې هره ورځ او هر ساعت د لبنان پلازمینې بیروت او نورو ښارونو ته ګواښونه کوي وویل؛ مونږ په دغه جنګ کښې ډير شهیدان ورکړل چې په سر کښې یې زمونږ محبوب مشر او د قدس د لارې سید الشهدا یعني د لبنان د حزب الله مشر شهید حسن نصر الله دی.
پیړۍ کیږي چې شهید حسن نصر الله نه یوازې د لبنان خلک بلکې د ټولې دنیا خلک هغه پیژندي او له  هغه سره مینه او دلچسپۍ لري.
د لبنان دغه شناندي بلال اللقیس دې ته په اشارې سره چې د طوفان الاقصی د عملیاتو د پیلیدا چې د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه وشول یو کال تیریږي ډاګینه کړه؛ دغو عملیاتو د  سیمې پرضد د امریکا، د لویدیځو هیوادونو او د اسرائیلو ټول پلانونه  شنډ کړل.

https://iqna.ir/fa/news/4240714

captcha