IQNA

د الاقصی جومات د خطیب کور دې په کنډوالې بدل شي

16:37 - October 08, 2024
د خبر لمبر: 3489971
ایکنا – د صهیونیسټ میشته ښارګوټي یو شمیر  اوسیدونکو په قدس کې د الاقصی جومات د خطیب شیخ عکرمه صبري د کور د ورانولو غوښته کړې ده.

ایکنانیوز د فلسطینی سماءخبری آژانس له قوله را پور راکړ،د صهیونیسټ میشته ښارګوټي اوسیدونکود الاقصی جومات د خطیب  او دجمې امام  او د لوړې اسلامی شورا دم شر شیخ عکرمه صبري د کور د ورانولو غوښتنه کړې ده.

ښارګوټي میشته صهیونیسټانو  د  مختلفو ټریبیونونو له لارې د صهیونیسټ رژیم د داخلی امنیت د چارو له وزیر ایتمار بن ګویر  څخه  غوښتي دي چې په الصوانه کې دې   د شیخ عکرمه صبری کور  په کنډوالې بدل کړي . دوي مدعي شوی چې د صبری کور له مجوز پرته جوړ شوی دی او اوس د هغه د ورانولو وخت رارسیدلی دی.

شیخ  عکرمه صبری په الاقصی جومات کې د صهیونیسټانو د شتون یو سخت مخالف دی.

دالاقصی جومات خطیب  یو کال کیږي چې صهیونیسټ میشته ښارګوټو  د دوامدارو ملنډو ټارګټ شوی دی  چې په ډاګه ئې د هغه په شیشت کې دراوستو او وژلو غوښته  کړې ده . پر دې سربیره  هغه  ترشپږو میاشتو پورې په الاقصی کې له شتونه هم منع کړی شوی دی.

د شیخ عکرمه صبری  لپاره  ددغه ممنوعیّت  علت،د جمعې لمانځه په خطبو کې د شهید اسماعیل هنیّه د ترور په مناسبت  د هغه د تسلیّت پيغام  ؤ.

د الاقصی جومات خطیب  همداراز  د تابیعّت د سلبولو له خطرې سره هم مخامخ دی  او صهیونیسټي افراطي ډلې له قدس ښاره د هغه د ویستلو غوښتنې هم کړي دي .

https://iqna.ir/fa/news/4241200

captcha