IQNA

صهونیسټ رژیم دې د ایران د اسلامی جمهوریت هوډ او اراده نه آزموئي

14:12 - October 09, 2024
د خبر لمبر: 3489974
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر په دې خبرې په ټينګار سره چې د وعده صادق 1 او وعده صادق 2  عملیاتو  په ښه توګه  د ایران د اسلامی جمهوریت  د پوځ قدرتمنه اوستایونکي اراده او هوډ نندارې ته وړاندې کړ، ووئيل، صهیونیسټي رژيم ته سپارښتنه کوم چې د اسلامی ایران اراده دې نه آزمويی.  هر هغه حمله چې د مونږ پر هیواد وشي، زمونږ ځواب به دتیر په څیر لا سخت او غاښ ماتونکی وي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د  ایران خارجه وزیر عباس عراقچي  د تلې د میاشتې په اولسمه سهار  د ؛طوفان الاقصی: آغاز نصرالله ؛  په نامې سره په سمینار کې  چې د خارجه وزارت  دنړیوالو اوسیاسی مطالعاتو په مرکز کې  په تهران کې دیره د نورو ځينو هیوادونو د سفیرانو په شتون سره ترسره شو، ووئيل؛ بې شکه هماغه شان چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود  هم د دغو ویاړمنو عملیاتو په هماغو لومړنیو شپو ورخو کې وفرمائيل؛ دغه عملیات چې د لومړي ځل لپاره ئې صهیونیسټي دښمن ته د ویرؤنکي اوتراخې ماتې تجروبه وروڅکله،نه جبرانیدونکي ماته ده.

هغه په دوام کې ووئيل، د وخت تیریدا به د صهیونیسټی رژيم  د لوئې ناکامۍ پټې نښې نښانې اوشواهد رابرسیره کړي.لکه څنګه چې تیرو اویاؤ کلونو ته د صهیونیسټي رژیم د بیرته ګرځولو په باب د جمعې لمانځه په خطبې کې د اسلامی انقلاب دستر لارښود سپارښتنه  د طوفان الاقصی  دعملیاتو په باب ترټولو ښه تحلیل دی.

د ایران خارجه وزیر ووئيل، له لبنان او غزې تړانګې سره په سمندري پولو کې د ښارګوټو خالی کول ،د فلسطینیانو د پلار نیکه  د ټاټوبو د بیرته  اخستو  کې د الهی نصرت او د خپلې ارادې اوهوډ سره د مظلوم ملت د برخلیک د ټاکل کیدا د زمینې د جوړیدا ځيری دی.

د ایران خارجه وزیر ووئيل، له بل پلوه باید  د  اوسنیو بدلونونو په ډګر کې د طوفان الاقصی عملیاتو   له بریاؤ غفلت ونه شي، نن سبا د ارتباطاتو په ډګر کې له ماډرنو ټيکنالوجیو څخه  استفاده  په ښه ډول توانیدلی  ده  په پراخ ډول د فلسطین د ملت د مبارزو  حقایق دنیا سره شئیر  کړی،ترهغه حده چې فلسطین  د  اسلامی نړۍ په لومړنۍ موضوع بدل شوی دی.

عراقچي دغه راز په دې خبرې په ټينګار سره چې نن سبا د سخت آوزار او نرم آوزار  پشمول په ټولو ډګرونو کې د ټولو مبارزانو په برکتناکو هڅو سره د  اسلامی مقاومتی چورلیز توان قدرتمن او پياوړی دی،ووئيل؛ نن سبا  مقاومت په یوې داسې شجره طیبه بدل شوی دی چې  خپله لار په پیاوړي ارادې او کلک هوډ سره پرمخ بوځي.

د ایران خارجه وزیر روښانه کړه،  بیروت او دمشق ته د  ما په سفر کې د ایران د اسلامی جمهوریت پیغام  روښانه او جوت ؤ. دا چې د ایران اسلامی جمهوریت په ټول قدرت  سره  دمقاومتی چورلیز تر شا ولاړ دی او  په دې کې هیڅوک باید شک ونه کړي مونږ د مقاومت پشتیبان یوو او تر آخره به وو او  هغه موقتي ګوزارونه چې وارد شوي دي ، د ایران د  اسلامی جمهوریت، مقاومتي چورلیز او مبارزاو اراده اوهوډ  هیڅکله هم نشي داغي کولی. د ایران د اسلامی جمهوریت پر بیخ بینائي تاسیساتو هرډول حمله او تیری به له  لاپیاوړي اوغاښ ماتونکي ځواب سره مخ شی او دښمنان دې پوهه شي  چې  د صهیونیسټي رژيم  په داخل کې ټول ټارګټونه د مونږ په شیشت کې دي  او  د مونږ د توغندیو  دقت اوقدرت ئې پخپلو سترګو سره لیدلی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4241254

 

captcha