IQNA

امریکا او اسرائیل پر سیمې د سلطې په موخې سره د قرآن د آیتونو په حذفولو پسې دي

10:20 - October 10, 2024
د خبر لمبر: 3489978
ایکنا – د امریکا دډيموکراټيک ګوند یوه غړي ایشوا کړه چې امریکا اواسرائيل پر سیمې د سلطې په موخې سره  هڅه کوي، د عربی هیوادونو له درسي کتابونو څخه د قرآن آیتونه حذف کړي او په دغو هیوادونو کې  د تدریس روده بدله کړي.

ایکنانیوز د بغداد الیوم له قوله راپورراکړ، د امریکا دډيموکراټيک ګوند یوه غړي مهدي عفیفي  ووئيل،صهیونیسټي رژيم په لبنان او فلسطین کې انسان ضده جنایتونه کوي  او دغه اقدامات د منلو وړ نه دي.

عفیفي  له بغداد الیوم سره په خبرواترو کې ووئيل؛ ډيموکراټيک ګونتد چې جوزف بایډن ئې مشري په غاړه لري، له اسرائيلي جنایتونو سره  د تعامل د سیاستونو په باب  د نظرونو اختلاف لري  او د یهودو غړو ترمینځ هم داسې اختلافات ښکاري چې دغه سیاستونه محکوموي.

هغه ووئيل؛ د مقاومت د خاموشولو  په موخې سره  دپوځي ،فکري  اورسندوي پلان شته او ددغه پلان ځانګړنې  اوس  لازیاتې رابرسیره کیږي.

هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې د امریکا په کانګرس کې د نتنیاهو هرکلی ددغه  نیواکګر رژيم د جنایتونو د اغیزو ښودنه کوي ،ووئيل؛ کانګرس او د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدان له صهیونیسټي رژيمه  دملاتړ لپاره په څرګندې سیالۍ بوخت دي ،ځکه  هیڅ یو کاندید  له دغه جنایتکار رژيمه  له ملاتړ پرته  دانتخاباتو بریالی نشي کیدلی.

عفیفي  په دوام کې ووئيل، امریکا او اسرائيل هڅه کوي، په سیمې کې جنګ دوام ومومي ،ځکه باؤري دي چې دغه جنګ به  دایران ،یمن،عراق او د مقاومت د هیوادونو له کمزوري کولو سره ډيره مرسته وکړي. 

هغه ددې خبرې په کولو سره چې په مخکنیو ډغرو کې اسرائيلي پوځ بزدل دی روښانه کړه،البته دغه رژيم په ترورونو او بمباریو کې پر ټيکنالوجۍ  په تکیې سره جنایتونه کوي. هغه دې ته پّ اشارې سره چې  اروپائي هیوادونه  د صهیونیسټ رژيم په جرمونو  کې شریک دي ،او امرکیا هم په دوامدار ډول له دغه رژيمه ملاتړ کوي ، ایشوا کړه  امریکا او اسرائيل هڅه کوي ،په عربو هیوادونو کې د ښونځیو له درسي کتابونو  دقرآن آیتونه حذف کړي او پر سیمې د سلطې په موخې سره  په دغو هیوادونو کې د تدریس روده بدله کړي. هغه زیاته کړه په سیمې کې جنګ جګړې  دامریکا د ولسمشرۍ پر انتخاباتو هیڅ اغیزې نه شیندي  او کاندیدان هماغه شان  له اسرائيلو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

https://iqna.ir/fa/news/4241540

captcha