ایکنانیوز د امارات خبری آژانس له قوله رآپور راکوي، په دغه علمي سمینار کې ګډون کونکو چې د ؛ قرآن کریم د خدمت لپاره داوسمهاله هنري او رسندوي تولید په تور ؛ په عنوان سره د اماراتو د مجمع القرآن په همت سره او د محمد بن زاید انساني علومو ، القاسمیه پوهنتون او د شارجې د قرآن ریډیوئي چینل په ملګرتیاسره ترسره شوی ، د قرآنی ارزښتونو او د هغو د تعلیماتو او ادابو د پیاوړتیا او د وحی د کلام په خدمت کې د رسندوئي او تخنیکي تولیداتو دپیاوتیا په موخې سره له رسندوئي او علمي ټيکنالوجیو څخه د استفادې پر هڅې ټينګار شوی دی.
ګډون کونکو له هغو ټولنیزو چینلونو او رسندویو سره د مشارکت غوښته شوې چې په ټولنې کې د پوهونې د رامینځکیدا او کلتور جوړونوې په لړ کې فعالیتونه کوي،دغه راز ټينګار شوی دی چې د قرآن ریډیوئي چینلونه د قرآڼ د لوړ پیغام په خپرونې، داسلام د حقیقت او د هغه د مینځلاریتوب په ښکاره کولو، د متوازن اجتماعي شخصیّت په رامینځةکولو او دغه راز د ټولنې په وګړو کې د مصلحت او اخلاقي ارزښتونو په خپرولو کې مهمه ونډه لري.
په دغه سمینار کې په رسندویو کې د قرآن د زده کړو پر رودو ، د قرآن د لوړ پیغام دخپرولو او په اوسمهاله رسندویو کې د قرآن کریم دخدمت لپاره د رسانۍ په کارونې پر ټولنیزو اغیزو هم بحث او ارزونه وشوه.
د اماراتو د قرآن کریم د ټولګې عمومي منشي عبدالله خلف الحوسني په دغه سمینار کې د هغو سپارښتنو ګټه ورو نتیجو پر اهمیّت چې په دغه سمینار کې دګډون کونکو له خوا مطرح شوې ټینګار وکړ او وې وئيل، په هغو څیړنو کې چې مطرح شوي ، په رسندویو کې د قرآن کریم د خدمت د لوړتیا او د قرآن کریم په خدمت کې د ورځې د هنري او رسندوئي تولیداتو د پیاوړتیا او د پوهنتونونو ترمینځ ددوامدارې ملګرتیا په موخې سره له ماډرن ټيکنالوجیو څخه د استفادې په موخې سره بشپړ آئيډیاوې وړاندې شوې.
ددغه سمینار په پاي کې د علمي او څيړنیزو مقالو په وړاندې کولو کې د ګډون کونکو او ویناوالو د هلوځلو چې د قرآن کریم د پاکوالي د ساتلو او د ورځې له ټيکنالوجیو څخه له استفادې سره په اړونده چیلنجونو او مشکلاتو ئې رڼا اچولې ، هم قدرونه اوستاینه وشوه.