ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر دپوهنتونونو د زده کړې د کل د پیلیدا په مناسبت په دستورو کې ددې خبرې په ولو سره چې د پوهنتون او پوهنتوال رسالت دا دی چې هیواد د علم ،توانمنیو،هنر اوټیکنالوجۍ څوکې ته ورسوي، ووئيل؛ هغه څه چې تمه ئې لرو ،دا دی چې استاذان او محصیلین د ټولنې مسئلې اوغوټې پرانیزي .

زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان نن د ایران د د پوهنتوني زده کړې د پیل په مناسبت د تهران پوهنتون د محصیلینو په ټول کې ووظيل، د ایران راتلونکي ته هیله په پوهنتون او پوهنتوالو ده او دپوهنتونونو هدف باید د ساینس اوټيکنالوجۍ څوکې ته د ایران رسول وي.
د اسلامی ایران ولسمشر روښانه کړه ،له هغو استاذانو او محصیلیونو څخه انتظار چې خلاق ذهن لري، د ایران دعزت، سرلوړۍ او دټولنې د مشکلاتو حل دی.
مسعود پزشکیان په سیمې کې د ایران په لومړی کیدا او هغې سرلوړئ او عزت باندې مشتمل د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د ټينګار وړ لرلید ته په اشارې سره چې په هڅې او کوشش سره ممکن دی، و وئيل؛ حکومت د هیواد د پراختیا لپاره له خلاق پوهنتون او پوهنتونوالو څخه ملاتړ کوي.
د اسلامی ایران ولسمشر په دې په ټينګار سره چې هر پوهنتوني استاد یوه غوټه پرانیستلی شي،هغه که د اقتصاد،کرهڼې ،صنعت ،کلتور ، او که د ټولنې پیژندونکې غوټه، ووئيل استاذان او غوره شخصیّتونه دایران ګرانبیّه پانګه دي.