IQNA

د الاقصی شهیدانو د روغتون غمیزه؛د غاصب رژيم د نسل وژونکي سیاست دوام(فیلم)

10:30 - October 15, 2024
د خبر لمبر: 3490004
ایکنا -  د صهیونیسټ وحشي رژيم د سریالي وژلو په ترټولو وروستي  اقدام او د اوم ځل لپاره ، د غزې تړانګې په مرکز کې په دیر البلح  کې د الاقصی د شهیدانو  د ویران شوي روغتون  دننه  د کډوالو  خیمې په سخته بمباري کړې  چې په هغو کې یو شمیر فلسطینیان شهیدانا و کابو  اویا هم ټپیان شول.

ایکنانیوز د القدس العربی  له قوله راپور راکړ،  په غزې تړانګې او  دهغوي په هغو پناه ځایونو کې د کډوالو په ضد د اسرائيلي نیواکګر اوغاصب او وحشي رژيم قتل عام  چې  د اسرائيلو د بمباریو په محدودې کې  په ټارګټونو بدل شوی دی، ترسره شوې دی.

وحشی صهیونیسټي رژيم د تلې د میاشتې د ۲۳ په سهار وختي په یوه ترټولووروستي وحشي ډوله جنایت کې او د  اوم ځل لپاره   په دیرالبلح کې د الاقصی د شهیدانو د روغتون د کنډوالو دننه  د کډوالو خیمې سختې بمباري کړې  چې په غزې کې د حکومتی رسندویو ددفتر په وینا  پکې څلور فلسطینیان شهیدان اوکابو اویا نور تپیان شوي دي. ددغې بمبارئ له امله  سخت اور لګیدلی او په لسګونو خیمې پکې لوو لپه سوځیدلي دي .داسې ځاي چې  د کډوالو مړي پکې په بشپړ ډول سوځیدلي وو او  دعامو خلکو ددفاع ټيمونو هغوي ته نجات ورنکړل شو.فاجعه بيمارستان شهدای الاقصی؛ تداوم سیاست نسل‌کشی رژیم غاصب + فیلم

د فلسطین وفا خبری آژانس هم راپور و رکړی، چې د الاقصی شهیدانو روغتون له تپیانو ډک شوی دی او ددغه وحشی ډوله جنایت  اصلي مجرماان نیواکګران او د امریکا حکومت دی  چې په بشپړ سسټماټيک ډول د فلسطینیو کډوالو په ضد دغه شان جنایتونه په ډير سپين سترګیتوب سره کوي  او هيڅ انسانیت نه لري.

په دوام کې  په لاندینۍ ویډیو کې  د غزې تړانګې په مرکز کې د الاقصی شهیدانو په روغتون کې په خیموباندې د وحشي صهیونیسټانو د حملې له امله  په اور کې د فلسطینیانو کډوالو د ژوندي  سوځیدا غمیزه مشاهده کوئ  او له دغو صحنو انسانیّت شرمیږي ،خو صهیونیسټان او امریکایان  ورڅخه  نه ویریږي او تورزړتوب ئې تر دې حده رسیدلی  چې  پرې ویاړي.

همداراز  د الاقصی  شهیدانو د روغتون  له  قتل عامه لږ مخکې  وحشي نیواکګرو صهیونیسټانو   په المفتی ښونځي هم چې  په النصیرات کې د کډوالو  پناه ځاي وو ،سخت بمباري کړ او یو شمیر کسان پکې شهیدان اوټپیان شول  چې زیاتره ئې ښځې او ماشومان وو او  خيني تپیان ئې  ناصر روغتون او په خان یونس کې  اروپائي درملتون ته  منتقل شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4242333

 

captcha