IQNA

په جرمني کې د قرآن کریم سیالۍ پاي ته ورسیدې

10:50 - October 16, 2024
د خبر لمبر: 3490011
ایکنا – به ۲۰۲۴کال کې د جرمني د قرآن کریم نړیوالې سیالۍ  د اسلامی خیریه نړیوالې ټولنې (OCII) په همت سره  د تلې د میاشتې له شلمې تر ۲۲نیټې پورې  د  څولیښتو اروپائي هیوادونو  د ۱۴۰ ګډون کونکو په شتون سره  په هامبرګ کې ترسره  شوې.

ایکنانیوز  د کویت خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د اسلامی  نړیوالې خیریه ټولنې (OCII)  عمومی مدیر  بدر الصمیط  پرون د تلې په ۲۳ نیټه په یوې اعلامیې کې ووئيل، چې   د مینځ پلوه اسلامی کلتور د دودیدا په موخې سره  د یوې سټراټژيکې  لیدتوګې په اساس  ددغو سیالیو ملاتړ شوی دی.

الصمیط ټينګار وکړ، OCII  په تیرو پنځو کلونو ک ې د قرآن کریم په خدمت کې څو پروژې اجرا کړي دي  چې په هغو کې  د قرآن کریم د لس زره اوه سوه درې پنځوس  قرآن زده کونکو انجونو او هلکانو په ظرفیهت سره  ئې په  شپږو هیوادونو کې د قرآن کریم د حفظ  د اتلسو  مرکزونو  جوړولو بشپړولو اوسنبالتیا  ته اشاره کولی شو.

هغه زیاته کړه، اسلامی خیریه نړیوالې ټولنې همداراز په شپږو هیوادونو کې دبریل قرآن څه دپاسه۸۴ زره  نسخې نابینایانو ته  ډالۍ کړي دي او  له مختلفو سیالیو ترسره کیدا، او دغه راز له کتابتوني، رسندوئي او وقفي فعالیتونو څخه ئې ملاتړ کړی دی.

له بل پلوه  د سیالیو عمومي سرپرست  عبدالله السنان  هم په یوې اعلامیې کې ووئيل، چې دغه سیالۍ  په درو برخو کې یعني د  قرآن کریم په قرائت، تجوید او نیم قرآن  په حفظ سره ، او په قرآئت او تجویز سره  د قرآن کریم د پنځو سپارو  په حفظ سره ترسره شوي دي.

السنان ووئيل، چې دغه سیالۍ د جرمني په هامبرګ ښار کې  په النور جومت کې  ترسره شوي او د اروپا د مسلمانې ټولنې وګړو پکې ګډون وکړ. هغه همداراز ټينګار وکړ، چې د کویت خیریه موسیسو مخکې  هم ددغه جومات په بیا رغونې کې  چې د مسلمانانو په ملاتړ او د قرآن کریم د حفظ د پروګرامونو   په اجرا کولو او د دیني پوهنې په برخو کې  غوره رول لوبوي ،  برخه اخستې ده.

پایان مسابقات بین‌المللی قرآن کریم در آلمان

پایان مسابقات بین‌المللی قرآن کریم در آلمان

https://iqna.ir/fa/news/4242496

captcha