ایکنانیوز راپور ارکوي، د سردار شهید عباس نیلفروشان د جنازې دستورې پرون سهار نهه بجې د تهران په امام حسین لوي چوک کې دکلام الله مجید په تلاؤت سره پیل شوې.
په دغو دستورو کې د دستورو له پیلیدا مخکې د دغه لوي چوک ترشاوخوا واټونو پورې په لسګونو زره خلک غونډ شوي وو، څو له خپل میړني او شجاع سردار سره خداي په آماني وکړي .
په دغو دستورو کې د شهید نیلفروشان پر کورنۍ سربیره ، دایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان، د سپاه قدس قوماندان سردار اسماعیل قاآنی، د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي،د سپاه د عمومی قوماندان جانشین سردار علی فدوي،د قضیایه قوې مشر حجةالاسلام غلامحسین محسنی اژه ای، داسلامی انقلاب د معظم لارښود سلاکار محمد مخبر، د ولسمشر د دفتر مشر محسن حاجي میرزائي او په تهران کې د یمن د انصار الله غورځنګ نماینده هم شتون درلود.
په دغو دستورو کې د سباه قدس د قوماندان اسماعیل قاآني په راڅرګندیدا سره خلکو مړه دې امریکا ،مړ دې وي اسرائيل په شعارونو سره د مقاومتي جبهې د دغه سردار هرکلی وکړ او له سردار قاآنی سره ئې په لیدو خپله خوښي وښودله.
په دغو دستورو کې ګډون کونکو خلکو ویر او متم وکړ او د شهید نیلفروشان په جنازې د ګلونو ګیډئ کیښودلې او له ویر او ماتمه وروسته ئې له دغه پاک مړي سره خداي په آماني وکړه.
ټاکل شوې ده ،د شهید نیلفروشان پاک مړی سبا په اصفهان کې خاورو ته وسپارل شي.
داپه داسې حال کې دی چې د شهید نیلفروشان د جنازې لمونځ پرون ناوخته په کربلا کې د حضرت امام حسین علیه السلام په حرم کې د ایت الله سییستاني د نماینده په امامت کې ادا شوی ؤ.
https://iqna.ir/fa/news/4242480