ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي، د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د قوماندان السنوار د شهادت په مناسبت یو پیغام خپور کړ.
د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د پیغام متن په دې ډول دی:
بسم الله الرّحمن الرّحیم
مسلمانو ولسونو! د سیمې غیرتي ځوانانو!
مجاهد اتل قومندان یحیی السنوار له خپلو شهیدو ملګرو سره یو ځای شو.
هغه د مقاومت او مجاهدت ځلانده څېره وه. هغه په کلک عزم او هوډ سره د ظالم او جارح دښمن پر وړاندې ودرېد. هغه په هوښیارۍ او زړورتیا سره غلیم ته څپیړه ورکړه . د دغه سیمې په تاریخ کښې یې د اکتوبر د اوومې نیټې نه جبرانیدونکي ګوزار یې په یادګار پریښود او بیا یې په عزت او سرلوړۍ سره د شهیدانو معراج ته الوت وکړ.
د یحیی السنوار په شان یو کس چې ډیر عمر یې له غاصب او ظالم دښمن سره په مبارزې تیر کړی دی بالاخره له شهادت پرته بل شی له هغه سره ښه نه ښکاریده.
د قومندان یحیی السنوار نشتون د مقاومت د جبهې لپاره البته دردونکی دی، خو دغه جبهه د شیخ احمد یاسین، د فتحي شقاقي ، رنتیسي او د اسماعیل هنیه په شان د سترو شخصیتونو په شهادت سره له پرمختګ پاتې نشوه او د یحیی السنوار په شهادت سره به هم هیڅ ډول توقف ونلري ، باذن الله حماس غورځنګ ژوندی دی او ژوندی به وي.
مونږه د تیر وخت په شان تل د مجاهدینو او مخلصو مبارزانو سره ولاړ یو. بتوفیق من الله و عونه.
زه د خپل ورور یحیی السنور د شهادت له امله د هغه کورنۍ، ملګرو او د جهاد ټولو مینه والو ته مبارکي او تسلیت وړاندې کوم .
و السلام علي عبادالله الصالحين
سيد علي خامنه اي
د فلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر یحیی السنور داکتوبر په شپاړسمه نیټه دغزې په جنوب کښې په رفح ښار کښې له صهیونیسټی نیواکګر دښمن سره په جنګ کښې شهید شو .