ایکنانیوز د امارات الیوم له قوله راپور راکوي،د دوبئ د قرآن نړیوالې جایزې فاؤنډیشن په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،د شیخه هند بنت مکتوب دقرآن په سیالیو کې کډونکونکی د نومبر له لومړۍ نیټې نامې ثبتولی شي.
دغه سیالۍ په شپږو برخو کې ترسره کیږي چې په هغو کې د تجوید سره یو ځای دټول قرآن کریم حفظ، دوهمه برخه له تجوید سره یو ځاي دقرآن کریم پرله پسې شلو سپارو حفظ،دریمه برخه د د لسو سپارو حفظ، څلورمه برخه له تجویز سره یو ځای د قرآن کریم پرله پسې د پنځو سپارو حفظ .دغه برخه یوازې د اماراتو ښاریزو ته بیله ده . او په پنځمې برخې کې په اماراتو کې ددیره وګړو لپاره د پرله پسې پنځو سپارو حفظ، په دې شرط چې د هغوي مرونه له لسو کلونو زیات نه وي او په ترټولو وروستۍ برخې کې له تجوید سره یو ځاي د قرآن کریم پرله پسې د درو سپارو حفظ کول دي او دا دهغو کسانو لپاره دي چې دهغوی عمرونه له لسو کلونو زیات نه دي، وروستۍ برخه هم یوازې د اماراتو د ښاریزو لپاره ده.
په دغې سیالۍ کې ګډون کونکي کسان باید د نامو د ثبتولو په وخت له پنځویشتو کلونو زیات عمر ونه لري ، همداراز باید د دوبئ د قرآن کریم دنړیوالې جایزې یا د شیخه فاطمه بنت مبارک قرآن نړیوالو سیالیو پشمول په نورو نړیوالو سیالیو کې ئې ګډون نه وي کړی .
ددغې جایزې رسمي ویندوي او د ترسره کونکي کمیټې یوه غړي احمد الزاهد ددغو سیالیو د ترسره کیدا هدف د قرآن کریم د حافظانو هڅول او همداراز د قرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره ددوي تیارول دی هغه همدرااز له دغو سیالیو د اماراتو د واکوالانو له براخ ملاتړ او له اماراتی ښاریزو او په متحده عرب اماراتو کې دیره دنورو هیوادونو د وګړو څخه د ښځو اوسړیو حافظانو پر شتون ټينګار کول دي.
د یادولو ده چې تیر کال هم ددغو سیالیو په څلورویشتم پړاؤ کې له درست اماراتو څخه ۵۱ ښځو او ۴۰ سړیو حافظانو ګډون درلود.