ایکنانیوز راپور راکوي، په دغه فیلم کې چې یو منټ او لس سیکنډه دی، د سوډان یو نابینا حافظ په ډیر په زړه پورې او ښکلي غږ سره او په ډیر مهارت او سرعت سره له بریل قرآن څخه د الحجرات سورېئ له ۱۴ تر ۱۸پورې آیتونه تلاؤت کوي.؛ قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُلْ لَمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِنْ قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ وَإِنْ تُطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَا يَلِتْكُمْ مِنْ أَعْمَالِكُمْ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ، إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُولَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ، قُلْ أَتُعَلِّمُونَ اللَّهَ بِدِينِكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ، يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَمُوا قُلْ لَا تَمُنُّوا عَلَيَّ إِسْلَامَكُمْ بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ، إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ: [ ؛ځینو کوچ کونکو کوچیانو ووئيل؛ ایمان مو راوړ، ورته ووایه ؛ایمان مونه دی راوړی، خو ورته ووایه اسلام مو منلی دی او تراوسه د تاسو زړونو ته ایمان داخل شوی نه دی او که خداي او او د هغه پیغمبر اطاعت وکړئ او دهغه فرمان ومنئ نو د تاسو له کړو به څه ارزښت کم نه شي، خداي ډير بخښونکی اومهربان دی . په حقیقت کې مومنان هغه کسان دي چې په خداي او دهغه په پیغمبر عاشق شي او نور هیڅ شک نه کوي او د خدای په لاره کې پخپل مال او ژوند سره جهاد کوي ،نو دوي دي چې ښه کردار لري، ووایه آیا خداي له خپل (دینه) خبروئ او اوس دا چې خدای په هغه څه چې په آسمانونو او مځکې کې دي،ښه خبر دی او خدای پر هرڅه دانا دی ، له دې چې اسلام ئې راوړی ،نو پرتا منت او احسان کوي،نو ورته ووایه، په اسلام منلو سره پر ما احسان مه کوئ،(دا ) خداي دی چې د تاسو په هدایت کولو سره ایمان پر تاسو احسان کوي ،که ریښتیني شئ ،نو دا خدای دی چې په آسمانونو اومځکې پر ټولو خزانو خبر دی او دا خدای دی،پر هغه څه چې تاسو ئې کوئ ،ښه پوهیږي::
د انټرنیټي سایت ددغه سوډاني نابینا د تلاؤت د فیلم په توضیح کې لیکلي دي،دغه ویډیو د جنګ ،کډوالۍ ،ناروغۍ او د عایداتو د نه درلودلو په شرائطو کې د خاصو اړتیاؤ لرونکو وګړو هغه وضعیّت ښئې چې سوډاني ښآریز ئې په تیر یونیم کال کې تجروبه کوي.
همداراز دا ښئ چې که هرڅوک ئې له خاصو اړتیاؤ او ضرورتونو سره وغواړي ، په زده کونکې برخې کې پرمختګ وکړي،نو د خپلې کورنۍ او شاوخوا کسانو په مرستو سره به بریالی شي؛ځکه د سوډان حکومت ددغه شان کسانو د زده کړې د پرمختګ لپاره د بریل یا غږیزو یا آډیوئي کتابونو د چاپولو څه خاص اهتمام نه لري.