ایکنا نیوز د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، دغې شورا د یکشنبې په ورځې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر یحیی السنوار د شهادت په مناسبت درستو مسلمانانو او د نړۍ ټولو آزادي غواړو او پتمنو ته تسلیّت او مبارکي ووئيله.
د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا په دغې اعلامیې پيل کې د مِّنَ ٱلۡمُؤۡمِنِینَ رِجَالࣱ صَدَقُواْ مَا عَٰهَدُواْ ٱللَّهَ عَلَیۡهِۖ فَمِنۡهُم مَّن قَضَیٰ نَحۡبَهُۥ وَمِنۡهُم مَّن یَنتَظِرُۖ وَمَا بَدَّلُواْتبدیلا/ قرآن کریم؛ آیت په لیکلو سره وئيل شوي دي چې صهیونیسټي وحشي نیواکګرو د خپلو انسان ضده جنایتونو او د نسل وژنې په دوام کې ،د مقاومتي چورلیز یو بل شجاع او سرلوړی قوماندان هم شهید کړ.
شهید یحیی سنوار له ماشوموالي څخه پخپل زیږنځاي کې د وحشی صهیونیسټانو تیریي ،ظلم ، نیواکګري اوبې احترامي مشاهده کړې تردې چې کله وغوښتل په مسجدالاقصی کې لمونځ ادا کړي، نو دنیواکګرو جلادوپه کلابندۍ کې ئې ولید.نو له هماغه وخته ئې په زړه کې د بیت المقدس، فلسطین د آزادۍ او ددغه مقدس ټاټوبي د مسلمانانو دکرامت او عزت داحیاء لپاره خپل ټول ژوند وقف کړ. شهید السنوار په ځوانۍ کې له خپل عمره ۲۲ کلونه د نیواکګر وحشي رژيم په څاروي ډوله شکنجو او زندان کې تیر کړل او له زندانه خوشي کیدا وروسته ئې په لازیات شجاعت او میړنتوب سره مبارزې او جهاد ته دوا ورکړ څو بلاخره د جنګ په میدان کې په داسې حال کې چې یو لاس ئې غوڅ شوی ؤ دشهادت د شربتو جام ئې نوش کړ.
په دغې اعلامیې کې راغلی دي ، مونږ په دې اعتقاد لرو چې د فلسطین د مسلمان ملت جهاد او مبارزه به ،د قدس شریف او درستو نیواکي ټاټوبو ترآزادۍ پورې دوام ولري او د آزادۍ دغه ورځ به ډيره لیرې نه وي.