IQNA

ترکیه د ۲۰۲۴ کال د حلال نړیوال نندنارتون او غونډې کوربه کیږي

13:55 - October 22, 2024
د خبر لمبر: 3490045
ایکنا -  د ترکیې  د حلال نړیوال نندار تون او سمینار ( Oic Halal Expo  ۲۰۲۴   ) د لړم  دمیاشتې له اومې تر لسمې پورې د استانبول په  Ifm پوهنتوني مرکز کې ترسره کیږي.

ایکنانیوز د ینی شفق له قوله راپور راکوي، د ترکیې د حلال نندارتون لسم نړیوال سمینار د نړۍ دڅه د پاسه یو سل لسو هیوادونو  دنمایندګانو په شتون سره د لړم یا آبان د میاشتې په لومړنیو شپو ورځو کې ترسره کیږي.

دغه سمینار او نړیوال نندارتون د لسم کال  لپاره په حلالو کې بریالیتوب؛ نومې شعار سره د لړم د میاشتې اومې تر لسمې نیټې پورې یعني د ۲۰۲۴ کال د نومبر له ۲۷ تر دیرشمې نیټې پورې ترسره کیږي.

د  حلال نړیوال نندارتون او  نړیوال سمینار د اسلامی ملګرتیا موسیسې  دسټینډرډ او اندازه پيژندنې د برخې(SMIIC) په ملګرتیا  سره او د ترکیې د تجارت دوزارت   او د  دحلالو دتائيدونکي شورا په غږمتلیا او دغه را زد څو نورو وزارتونو او اورګانونو په ملتیا سره ترسره کیږي.

د ترکیې د حلالو نندارتون په اورآسیا سیمې کې یو ځانګړی او مختلف  نندارتون دی . په دغه نندارتون کې د خوړو محصویلات، روغتیائي او میک اپ شیان چې له اسلامی فرهنګ او سنت  سره سمون خوري ،نندارې ته وړاندې کیږي. په دغه نندارتون کې له مختلفو شرکتونو سره د تجارتي تعامل او مبادلې او د اړونده حوزو د کارپيژاندو لپاره  یو ښه فرصت برابریږي.

تركيه؛ ميزبان اجلاس و نمایشگاه بين‌المللی حلال 2024

دا پيښه هرکال په مختلفو هیوادونو کې ترسره کیږی او اسلامی هیوادونه ئې ښه هرکلی کوي. به دغه نندارتون کې پر حلالو خوړو سربیره د حلال ټوریزم ،اسلامی کپرې اوقالي، حلال پزشکي وسایل، حلال کیمیکلز او درمل جوړونې په څير محصولات او کړنې هم نندارې ته وړاندې کیږی. دغه نندارتون د ترکیې د حکومتي چارواکو له خوا  حمایت کیږی او هڅه کیږي څو دغه نندارتون خپلو مخاطبانو ته ترټولو ښه محصولات او امکانات وړاندې کړي. په دغه نندارتون کې ترټولو غوره حلال برنډونه او شرکتونه ګډون وکړي.

   نړیوالې ناستې اونندارتون کې به د نړۍ له شلو هیوادونو څخه څه دپاسه ۵۵ویناوال هم ګډون وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4243599

captcha