IQNA

په الاقصی جومات د صهیونیسټو یهودیانو بې مخینې یرغل(فیلم)

6:22 - October 23, 2024
د خبر لمبر: 3490048
ایکنا -  خبری سرچینو د تلمودي دود او دستور د ترسره کولو لپاره  په الاقصی جومات د څه دپاسه زرو صهیونیسټي یهودیانو د یرغل خبر ورکړ.

ایکنانیوز  د القسطل  خبری سایټ له قوله راپور راکړی، دمخکینیو  شپو ورځو په څير پرون  هم  څه دپاسه زرو صهیونیسټي یهودي پادریانو او افراطیانو  په الاقصی جومات یرغل وکړ   او په  هغه ځاي کې ئې لمسؤنکي اقدامات ترسره کړل.

دغه اقدام د هغه څه په مناسبت د پرله پسې شپږمې ورځې لپاره چې  په عبري کې  ؛د العرش اختر ؛ نومیږي، ترسره شول.

 

 

 

 

د سرزورو صهیونیسټي یهودیانو دغه یرغل د وحشي صهیونیسټي  مامورانو د سختو امنیتی ملاتړونو په سیوري کې  شوی دی.

له دې مخکې هم  بن ګویر  چې یو مشهور سرزوری صهیونیسټي دی ، په یولړ څرګندونو کې وئيلي وو، د مونږ سیاست اجازت راکوي چې په  معبد کوڅې کې (الاقصی جومات) کې لمونځ  ولولوو،په دغه ځاي کې قانون د یهودیانو او مسلمانانو لپاره مساوي دی او زه نیّت لرم چې  دلته کنیسه جوړه کړم.

په الاقصی جومات د افراطي صهیونیسټانو  یرغل  په داسې حال کې شوی چې  وحشي صهیونیسټي رژیم  دتیر کال د اکتوبر  له اومې نیټې راهسې  د طوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو پسې ،دغه مقدس جومات کلابند کړی دی او ددې په شاوخوا کې ئې د وسپنیزو خنډونو په لګولو او سختو امنیتی تدبیرونو په لاسختولو  سره  دغه مقدس ځاي ته د فلسطینیو لمونځ ګوزارو د  واریدیدا  مخه نیسي.

یورش بی‌سابقه یهودیان صهیونیست به مسجدالاقصی + فیلم

https://iqna.ir/fa/news/4243735

captcha