ایکنانیوز د بارس ټوډې له قوله راپورراکوي، د فلسطین او د لبنان له خلکو د ملاتړ د ضرورت په هکله تیره میاشت د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي له پیغام وروسته د« ایران همدل» له خوځښت سره د ایران د خلکو ملګرتیا پراخه شوه او د خلکو بیلا بیلې پرګنې له دغه خوځښت سره یوځاې شوې.
امام خامنه اي د سپتمبر د میاشتې په اتویشتمه نیټه په یوه پیغام کښې وفرمائیل: په ټولو مسلمانانو باندې فرض دی چې په خپلو امکاناتو سره د لبنان د خلکو او د سرلوړي حزب الله په څنګ کښې ودریږي او له غاصب ، ظالم او خبیث رژيم سره په مقابلې کولو کښې ورسره مرسته وکړي.
د «ایران همدل » خوځښت چې په غزې او لبنان باندې د صهیونیسټ رژيم له یرغلونو مخکې یې خپلې ټولې پیسې او انرژۍ د ایران په داخل کښې په محرومو خلکو لګوله په خپلې څلورمې غوښتنې کښې د فلسطین او د لبنان له خلکو سره مرستې کول د خپلو خدماتو په سر کښې وروستل.
د دغه خوځښت درې پړاونه په دوه زره شلم میلادي کال او دوه زره دوه ویشتم میلادي کال کښې ترسره شول او له دې کبله سلګونو میلیارډه تومانه نغدې او نورې مرستې راغونډې شوې.
د دغه خوځښت په څلورم پړاو کښې او د لبنان له خلکو سره د مرستو د کولو د ضرورت په هکله د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی خامنه اي» له پیغام وروسته د ایران میرمنو هم د خپلې د استفادې وړ سرو زرو په ډالۍ کولو سره د دغه خوځښت د بریالیتوب لپاره مهم ګام پورته کړ.
د ایران د زړه سوانده خلکو په مومنانه ګډون سربیره د ایران ډیرې مسوولان او چارواکي هم له «ایران همدل» خوځښت سره ورزیات شول.
د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف له دغه کمپاین سره یوځاې کیدا وروسته د ایران خلکو ته په خطاب کښې له هغوې وغوښتل: د ایران مسلمانان د «ایران همدل» د ملي خوځښت له لارې د لبنان او د فلسطین له کډوالو سره په مرستې کولو سره خپل نومونه د مقاومت د جبهې په اغیز شیندونکو ملګرو کښې ثبت کړي.
له دې مخکې د عراق د ستر دیني مرجع ایت الله سیستاني دفتر هم په یوې بیانیې کښې د هیواد په مومنانو غږ وکړ چې د لبنان د ملت د کړاو د ختمولو او د هغوې د بشردوستانه مرستو تامینولو کار ترسره کړي.
د عراق د ستر مذهبي مرجع له دغه پیغام وروسته په عراق کښې د ولسي مرستو د راغونډولو څپه رامینځته شوي او دغه مرستې لبنان ته واستول شوې.